شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیو شمېر افغان ښځو د طالبانو د تورو جامو خلاف کمپاین پیل...

یو شمېر افغان ښځو د طالبانو د تورو جامو خلاف کمپاین پیل کړی

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) د سی این این د راپور له مخې، یو شمېر افغان ښځو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو کې د نجونو لپاره د حجاب د نویو مقرراتو په اعتراض کې له خپلو رنګینو ملي افغاني جامو سره عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.

د سي این این د راپور له مخې، طالبانو نه یوازې د هلکانو او نجونو د ټولګیو د جلا کېدو امر کړی بلکې ویلي یې دي چې ښځې باید سر تر پښو پټې وي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د خپلې ډلې یو شمېر ښځې د کابل په پوهنتون کې په یوه غونډه کې په داسې جامو کې وښودې چې نه یوازې سر تر پښو پټې وې بلکې لاسونه یې هم پوښل شوي وو. دوی په دې توګه نورو ښځو ته ښودله چې باید څنګه جامې واغونډي.

د دغو ښځو د جامو په وړاندې نورو افغان ښځو په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې له خپلو رنګینو ملي جامو سره عکسونه خپاره کړل چې د طالب ښځو له تور رنګ سره په ضدیت کې دي.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانۍ محصلې بهار جلالي په (LinkedIn) د طالب ښځو پر جامو په اعتراضي کمپاین کې خپل عکس خپور کړی دی.

دې ویلي چې ګڼو نورو ښځو د ټویټر له لارې په دې کمپاین کې برخه اخیستې ده.

د ګڼو نورو افغانانو ترڅنګ یو شمېر خبریالانو هم له افغاني جامو سره خپل عکسونه خپاره کړي لکه د دویچې ویلې وصالت حسرت نظیمي، د بي بي سي ثنا ساپۍ او د بي بي سي سودابه حیدري.

دوی ویلي خپلې ملي جامې یې د خپل ملي بیرغ په شان رنګینې دي.

2 COMMENTS

  1. یاره دوی دی دا کالی واغوندی او سم پړونی دی په سر کړی او دپړونی نه دی یوه سترګه را ووباسی چه لیاره باندی وګوری. همدا دپښتنو ملی لباس دی. دپښتنو ښځی ستر کوی. هغه چه بی ستره وی هغو ته پښتانه او پښتنی بد ګوری.
    بیا هم دا لباس دی نری سی چه همیش واغوندی. البته دهندوانو کالی به کم راسی او ملی جامی به زیاتی سی. خو زه فکر کوم دا منافقانی به هیڅ دا کار ونکړی. حقوق دامریکا غواړی او کالی دکوجیانو. نوری پښتنی محکومی او په بده ورته کتل. همداسی کمعقلانو افغانستان او امریکا تباه کړه.
    بی ستره ښځی څنګه ملی جامی لرلای سی؟
    دا یی بله چه غربی ټامیانی یی مسخره کوی.

  2. ثابته بی سواده د ستا احمقانه تعریف د پښتنو میرمنو کالیو باره کښی پښتنو میرمنو ته ستر تحقیر دی دا چی تاسی پنجابی پاکستان کښی لوی شوۍ یاستۍ نو باید خپل حد وپیژنی ! اول د پښتنو میرمنو کالیو کلتور څخه ځان خبر کړه او وروسته بیا خپل چرندیات نوشته کوه !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب