جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+راشد خان «ویاړم چې افغان یم» / بهیج عثماني

راشد خان «ویاړم چې افغان یم» / بهیج عثماني

په ۲۰۱۸ په هند کې لسګونه زره خلکو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړ چې «راشد خان ته د هند تابعیت»‌ورکړل شي. دا کمپاین دومره زورور شو چې د هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج خپلو خلکو ته په ټویټر کې ولیکل: «ستاسو د ټولو ټویټونه مې ولیدل، خو د تابعیت ورکول د کورنیو چارو وزارت کار دی.» دا مسئله دومره ګرمه شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني د هند صدراعظم نریندار مودي ته ولیکل: راشد خان د افغانستان ویاړ دی او دا ویاړ دې خدای په افغانانو پورې ښه کړي.

ځینو هندوانو خو دومره مبالغه وکړه چې راشد خان یې «بګوان-خدای» وباله- نعوذ بالله. مګر راشد خان وویل: ویاړم چې افغان یم.

د ویسټ انډیز په تجارتي لوبو کې بوخت و، ما ورسره په تیلیفون خبرې وکړې، سبا د افغانستان د استقلال ورځ‌ وه، راته یې وویل: «موږ دلته یو ټاپو کې یو له بازار څخه لېرې یو، خو د ټیم مدیر ته مې ویلي چې ما ته درې رنګونه راوړي‌ چې سبا د استقلال په ورځ په اننګو د وطن بیرغ رسم کړم او استقلال ونمانځم.» همداسې یې وکړل. ما په تلویزون کې لیدل چې نړیوالو مبصرینو د راشد خان په مخ د دغه تصویر په لیدو د افغانستان په تاریخ او استقلال غږېدل.

راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د لسیزې غوره لوبغاړی شو. ټول وطن پرې افتخار وکړ او تر ټولو ډېر چې وکړېدل د پاکستان د کرکټ یو شمېر مینه وال او مطبوعات وو. هغوی نشو زغملای چې یو افغان دې د لسیزې غوره لوبغاړی وي.

خو راشد خان وویل: «دا زما نه، د ټول افغانستان او د ټولو افغانانو ویاړ دی، هڅه کوم چې وطن ته نور ویاړونه هم راوړم.»

په نړۍ او وطن د کرونا څپې خپرې شوې، ټول وطن فلج شو او خلک بې کاره او بې روزګاره شول. راشد خان لومړی افغان لوبغاړی و چې سلګونه وطنوالو ته یې خوراکي او نور مواد ورسول او وویل: «نن په وطن سخته ورځ ده، باید د وطنوالو لاس ونیسو.»

د ګینیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې یې نوم راغی او ورسره جوخت د افغانستان نوم ښه یاد، ولیکل شو او تاریخ شو. خو ده دا ویاړ هم د ټول وطن ویاړ وباله.

پاکستاني رسنیو بېلا بېل راپورونه وکړل چې ګنې هغه «په پاکستان کې پېدا شوی او پاکستانی دی» خو، ده د وطن ښکلي بیرغ سره تصویر واخیست او ځواب یې ورکړ: «ویاړم چې افغان یم. دا بیرغ دې تل رپاند وي.»

په کندز کې بمبار وشو، په ننګرهار کې چاودنه وشوه او د وطن په نورو برخو کې جنګ روان و، ده د آی پي ال په تجارتي لوبو کې په خپل مټ او د لوبډلې د بهرنیو لوبغاړو په مټو تورې پټۍ وتړلې او په ټویټر کې یې نړۍ ته پیغام ورکړ: «افغانان هم انسانان دي، ژوند او سوله غواړي،‌ لطفآ افغانستان کې جګړه ختمه کړي.»

هغه استرالیا چې اوس له افغانستان سره د کرکټ‌ لوبې نکوي‌ او غواړي چې افغانستان په نړیوال جام کې د لوبېدو اجازه ونلري، د هماغه استرالیا ګڼو ځوانانو او زړو اوږدې لارې ووهلې چې راشد خان وویني او د هغه لاسلیک واخلي. ده به په مسکه خوله ورته لاسلیک وکړ او د افغانستان ښکلی تصویر به یې وړاندې کړ.

دا اوس-اوس یې د انګلنډ په تجارتي لوبو کې د استقلال په ورځ په مخ د افغانستان ښکلی بیرغ رسم کړ او نړۍ ته یې وښوده چې افغانستان استقلالیت او شناخت لري.

په هند کې د سینما او کرکټ د مشهورو ستوریو په موجودیت کې د هند لوی تجارتي‌ شرکتونه له دغه افغان سره قرارداد وکړ او میلیونونه ډالر یې د هغه په نوم، نښان او شهرت وګټل.

د اماراتو د اوبو یو لوی شرکت په خپلو بوتلونو په ډېر افتخار سره د راشد خان تصویر خپور کړ.

د ۲۰۱۹ تر نړیوال جام مخکې چې کومې ستونزې پیدا شوې، راشد خان یې هم یوه برخه وه، ده د کپتان د ټاکلو کېدو سره مخالفت څرګند کړی و. ما ته یې نهه میاشتې وروسته وویل: «قسم په الله چې هغه ټویټ مې هم د افغانستان د خیر لپاره کړی و…‌ ما د افغانستان لپاره په شپو شپو وژړل….»

د کرکټ‌ بورډ چارواکي وايي له کومې ورځې چې راشد خان د ملي لوبډلې کپتان اعلان شو، ځينو نړیوالو تجارتي‌ شرکتونو بورډ ته مراجعه وکړه چې لوبډله تمویلوي. آن د لست آی سیالیو لپاره هم د راشد خان له برکته مالي ملاتړي پیدا شول.

دا اوس یې ویلي وو چې زما په مشورې لوبډله جوړه کړئ، ډاډه یم چې افغانستان به تر سیمي فاینل پورې رسوو او افغانستان ته به ډېر لوی ویاړونه راوړو…..

زه تېرکال له کورنۍ سره په سفر وم، په لاره کې لږ تم شو، یو رستورانت ته ولاړو چې ډوډۍ وخورو، رستورانت کې بنګالیان وو او په خبرو خبرو کې پوه شول چې زه د افغانستان یم، درې بنګالیانو وار له واره راته وویل: د راشد خان د افغانستان يي؟

ما ورته په افتخار وویل، هو د راشد خان افغانستان.

له دې دومره کارونو سره سره بیا هم زموږ ځینې ځوانان اګاهانه او نا اګانه په خپل فیسبوک او ټویټر کې ولیکي او یا یې ووايي: «راشد خاین دی…» افسوس دی.

کاش وطنوال مو خپل خاینان او خادمان پېژندلي وای، دا حال به مو نه وای. دوی نپوهېږي چې په همداسې یو څه لیکلو سره هم له «راشد خان او هم له افغانستان سره خیانت» کوي.

راشد خان اوس د افغانستان د هویت، شناخت او تعارف یوه برخه ده. هغه نړۍ ته د افغانستان یو ښکلی تصویر دی. هماغسې چې کریم، حمید، شاپور، مجیب، قیس، نوین او هر بل افغان لوبغاړی دی. لطفآ خپل خادمان او خاینان وپېژنئ.

د دې لیکنې هدف مې دا نه دی چې راشد خان ته «تملق او چاپلوسي» وشي، راشد خان خپل ژوند او شخصیت لري، او زه شکر خپل ژوند او شخصیت لرم او یو بل ته مو دې خدای نه اړ باسي. مګر د راشد خان په اړه د ځینو وطنوالو ستغو او بدو الفاظو اړ کړم چې د وطن ددغه «سپاهي» په اړه دا کرښې ولیکم. راشد خان دې خدای د افغانستان لپاره هم اباد او ودان لري.‌ وطن د کرکټ‌ په ځوانانو ښکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب