جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوالې ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو ملیارد ډالره مرسته اعلان...

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو ملیارد ډالره مرسته اعلان کړه

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۲) نړیوالې ټولنې نن / دوشنبه له افغانستان سره د څه باندې یو ملیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه.

دا له کله چې طالبانو واک ترلاسه کړی له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لومړنۍ مرسته ده.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په جینیوا کې د مرستندویو هیوادونو د وزیرانو په کنفرانس کې وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان له خورا سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او دا مرسته به د افغانانو د کړاوونو له کمېدو سره لاس وکړي.

سرمنشي چې تر کنفرانس مخکې د ۶۰۶ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه، وویل «موږ تر کنفرانس مخکې واورېدل چې د څه باندې یو ملیارد ډالرو ژمنه کېږي.»

سرمنشي په کنفرانس کې د مرستو تر اعلان مخکې پر مرستندویو هیوادونو ږغ وکړ چې د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.

سرمنشي، چې د سویس په چینیوا کې د افغانستان د مرستو کنفرانس په څنډه کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل «له هغو کسانو سره چې عملاً یې واک په لاس کې دی له خبرو او تعامله پرته ناممکنه ده چې په افغانستان کې دننه بشري مرستې ورسول شي. په اوس وخت کې ډېره مهمه ده چې له طالبانو سره خبرې وشي.»

ملګروملتو او مرستندویو ادارو یې په کنفرانس کې مرستندویو هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی مرستې به طالبانو ته نه ورکول کېږي او نه به طالبان ورڅخه تبلیغاتي ګټه اخلي بلکې د دوی مرستې به د نړیوالو موسسو له لوري محتاجو افغانانو ته، چې وچکالۍ او جګړو ځپلي او د افغانستان د اقتصاد خرابېدو یې لاس نور هم تنګ کړی، ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب