جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کندوز کې چاودنې ۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په کندوز کې چاودنې ۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۲) په کندوز ښار کې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

چاودنه د ماښام په ۶ بجې او ۳۰ دقیقې د ښار په مرکزي برخه کې د مولوي سراج الدین جومات ته نژدې وشوه.

د پېښې شاهدان وايي چې چاودنه په یوه سوزوکي موټر کې د اېښودل شوې ماین وه.

له کله چې طالبانو کندوز ښار نیولی، دا لومړنۍ چاودنه ده چې په دې ښار کې کېږي.

تراوسه پورې د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.

طالبانو تراوسه پورې د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا د کابل د هوايي ډګر په خوله کې له انتحاري حملې، چې داعش یې مسوولیت ومانه، راوروسته دوهمه چاودنه ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې کېږي.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره بمي بریدونه تقریباً ختم شوي، ډېر خلک د امنیتي وضعیت له ښه کېدو خوشاله دي خو په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول کندهار کې له وژنو او نیونو شکایت کېږي.

همداراز اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی او له دې کبله د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب