شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د صلاح الدین رباني په کور کې یې د شرابو...

طالبان وايي، د صلاح الدین رباني په کور کې یې د شرابو بې شمېره بوتلونه موندلي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) طالبان وايي، د اسلامي جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني په کور کې یې سلګونه بوتله شراب او بیر موندلي دي.

په یوه ویډیو کې چې طالبانو پر ټویټر خپره کړې ده، هغه بوتلونه ښودل کېږي چې د دوی په وینا د صلاح الدین رباني په کور کې یې موندلي دي.

په ویدیو کې دوه تنه د بوتلونو د ښکارولو ترڅنګ وايي چې د شرابو په دې ځانګړې خونه کې د شرابو د ساتنې لپاره ایرکنډېشن ایښودل شوی دی.

دوی همداراز وايي چې د امریکا د سفارت په شاوخوا کې د جهاد او مقاومت د نورو مشرانو په کورونو کې یې هم شراب موندلي دي.

په ویدیو کې د بوتلونو ښکاروونکي فکر کوي چې صلاح الدین رباني دومره ډېر شراب حتماً د کار وبار لپاره په کور کې ساتل.

2 COMMENTS

  1. داسې برېښي چې دوی د خپل استاذ مولانا سميع الحق غچ له صلاح الدين رباني د برهان الدين رباني له زوی نه واخېست. سړی حيران شي او هېڅ نه شي ويلی. بس الله تعالی پخپلو کارو ښه پوهيږي.

  2. استاد ربانی د د پاکستانی سمیع الحق ملګری او دواړه د ای اس آی شاګردول ، دغو حنابانو د جنت زیات صفت کولو کولو په نتیجه کی خپله پدی دنیا ورته د حورو ، غلمانو او شرابو شوق راغلی وو او پری یی عادت شوی ول .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب