Homeخبرونهد نري رنځ له کبله پنتاګون امریکا ته د افغانانو د لېږدولو...

د نري رنځ له کبله پنتاګون امریکا ته د افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳)  پینتاګون وايي، امریکا ته د افغانانو د بېولو بهیر یې وروسته له دې ځنډولی چې اووه ورځې وړاندې له افغانستان څخه د څو افغانانو د نري رنځ یا توبورکلوز ناروغي تشخیص شوه.

پنتاګون وايي، امریکا ته د افغانانو د لېږدولو پروسه یې د امریکا د ناروغیو د کنټرول د ادارې په غوښتنه ځنډولې ده.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول اداره وايي چې د امریکا په درو اډو کې د ۵ تنو تازه راوستل شویو افغانانو د نري رنځ ناروغي تشخیص شوې ده.

نری رنځ ساري یا اخیستونې ناروغي ده.

د پنتاګون ویندوی جان کربي د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانانو په منځ کې د نري رنځ درې ناروغان د ویرجینیا په ډلاس هوايي ډګر کې وپېژندل شول، بله پېښه د ویسکنساس په مککاني اډه او وروستۍ د ویرجینیا په فورټ پیکټ اډه کې تشخیص شوه.

امریکا د جمعې په ورځ د لومړۍ پېښې له معلومېدو وروسته امریکا ته د افغانانو د راوستلو بهیر ودراوه.

1 COMMENT

  1. دغه خره ته زما پیام دا دی چې: بی ناموسه هغه وخت چیری وی چی افغان رهبران د کناراب چینجو غوندی د ملت په وینو اخته وو! بی ناموسه اوس طالب د افغانستان واکدار او ملت ته مسول دی او باید افغان ملت سره مرستی وشی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...