Home+پښتون ژورتالیست رحیم الله یوسفزی وفات شو

پښتون ژورتالیست رحیم الله یوسفزی وفات شو

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) د خیبرپښتونخوا ایالت مشهور خبریال رحیم الله یوسفزی د پنجشنبې په ورځ د ۶۷ کونو په عمر په پېښور کې وفات شو.

د رحیم الله یوسفزي زوی ارشاد یوسفزي په یوه ټویټ کې د خپل پلار مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې هغه له ډېرې مودې راهیسې په سرطان ناروغۍ اخته و.

د ده جنازې لمونځ به د جمعې په ورځ / سپټمبر ۱۰ د مردان د کتلنګ تحصیل په انزار کلي کې ادا او همالته خاورو ته وسپارل شي.

رحیم الله یوسفزی د ۱۹۵۴ م کال د سپټمبر په لسمه نېټه، دقیقاُ هغه ورځ چې خاورو ته سپارل کېږي، دنیا ته سترګې رڼې کړې وې.

رحیم الله یوسفزي ډېر کلونه د بي بي سي له پښتو خپرونې سره همکاري لرله او همداراز د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې ته یې شننې لیکلې.

دی یو له هغو خبریالانو څخه و چې په ۱۹۹۵ م کال یې په کندهار کې د القاعده د تروریستي ډلې له مشر اسامه بن لادن سره یې مرکه کړې وه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د رحیم الله یوسفزي په مړینه خواشیني څرګنده کړې او د نومودي له کورنۍ سره یې خواخوږي ښوولې ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خانم هم د رحیم الله یوفزي مړینه ضایعه بللې او د نوموړي له کورنۍ سره غمرازي څرګنده کړې ده.

5 COMMENTS

  1. د یوسفزي صیب روح دي ښاد وي.
    د تاند قدرمنو مسولینو څخه مو غوښتنه ده چې د متن د تصحیح په برخه کې پاملرنه زیاته کړي.
    په همدې متن کې څو ځایه غلطي تر سترګو کیږي له پاسه په دریم سطر د کالو په ځای داسي څه لیکل شوي چې دلته لیکل سم نه راته ښکاریږي.
    په پای خان خانم لیکل شوی او یوسفزی یوفزی لیکل شوی.

  2. دا کس د افغانستان او افغان قسم خوړلی دښمن او ډېر مضر سړی و. تل يې له افغان سره دښمني وپالله. اوس به يې حساب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...