دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد امریکا جګپوړي پوځي چارواکي د افغانستان په اړه سنا جرګې ته...

د امریکا جګپوړي پوځي چارواکي د افغانستان په اړه سنا جرګې ته احضار شوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۹) د امریکا د پوځ مشران به په داسې حال کې چې سل امریکایان یې په افغانستان کې پرېښ،دل، له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټه وايي، د دفاع وزیر لویډ اسټن په ګډون به جګپوړي پوځي چارواکي له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د دې کمېټې د غړیو پوښتنو ته ځواب ووايي.

دې کمېټې پرون / پنجشنبه وویل، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر، د امریکا د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي او په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو د عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي په ګډون به یو شمېر جګپوړي پوځي چارواکي د روانې میاشتې په وروستیو کې د سناجرګې استماعیه غونډې ته حاضر شي.

د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټې پرون / پنجشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د دې استماعیه غونډې هدف دا دی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل وارزوي او د افغانستان له شل کلنې جګړې پر زده کړو درسونو رڼا واچول شي.

د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټه به په دې اړه دوې غونډې ولري چې  لومړنۍ به یې د سپټمبر په ۱۶ مه او دوهمه د سپټمبر په ۲۸ وي.

دواړه غونډې به غیر علني وي او په ترڅ کې به یې د افغانستان پر وروستیو حالاتو به هم رڼا واچول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب