Homeخبرونهاندونیزیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي

اندونیزیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۹) د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه اسلامي هیواد اندونیزیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارووزیر رتنو مرسودي دا غوښتنه پرون / پنجشنبه/ په جاکارتا کې د استرالیا له دفاع وزیر سره له کتنې وروسته وکړه.

مرسودي زیاته کړه، اندونیزیا د افغانستان حالات په ځیر څاري او هیله لري چې دا هیواد به د سیمې او نړۍ د ثبات د ګواښلو لپاره د تروریستي ډلو له لوري د ترهګرو د روزنځای په توګه نه کارول کېږي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشاره، چې د طالبانو له لوري په موقته کابینه کې، ښځو ته کومه چوکۍ په پام کې نه ده نیول شوې، له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه رعایت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...