دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمحمد نبي د افغان لوبډلې نوی کپټان وټاکل شو

محمد نبي د افغان لوبډلې نوی کپټان وټاکل شو

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۸) افغان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز جام لپاره د راشد خان تر لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړه خو راشدخان سملاسي په خپله فېسبوک پاڼه له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

نوموړي لیکلي وو چې لوبډلې ته د لوبغاړو په ټاکنه کې ورسره مشوره نه ده شوې.

د راشد دې پرېکړې د کرکټ افغان مینه وال سخت په غوصه کړي دي.

خو بل لورته تازه کرکټ بورډ ولیکل چې د راشد خان استعفا د ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ څخه منظور ده.

سرچینې د راشد پر ځای محمد نبي عيسي خيل د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر په صفت او نجيب الله ځدران د لوبډلمشر د معاون په صفت وټاکه.

کرکټ بورډ وایي له لوبډلمشر پرته د ۲۰۲۱ م کال شل اوريزه نړيوال جام ته اعلان شوې لوبډله کې څه بدلون نه دی راغلی.

نړیوال جام ته اعلان شوې لوبډله:

ے

3 COMMENTS

  1. تاسو به د کوم بیرغ لاندې لوبې کوئ؟ که د افغانستان د بیرغ پرځای بل بیرغ درباندې تحمیل شي او تاسو لوبه وکړئ تاسو به ډیر بی غیرته او حتی افغانان نه یاست. که دا کار مو وکړ بیا به معلومه شي چې تاسو د هیواد لپاره نه د پیسو لپاره هر څه کوي.

  2. تور سور او شین درې رنګه بېرغ ملی بېرغ دی او سپین رنګه بیرغ د یوې مشخصې ډلې بېرغ دی چې په ټولو افغانان نشی باید په زور تحمیل نشی دا په اسلامي او کفري نړۍ کې یو منل شوی اصل دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب