Homeخبرونهراشد خان د اعتراض په دود له کیپتانۍ استعفا ورکړه

راشد خان د اعتراض په دود له کیپتانۍ استعفا ورکړه

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) د افغانستان د کرکټ ټیم د شل اوره سیالیو کیپتان او نامتو لوبغاړي راشد خان نن/ پنجشنبه له کیپتانۍ د اعتراض په دود استعفا وکړه.

راشد خان ویلي، په دې خاطر یې استعفا کړې چې د کرکټ د نړیوال ۲۰ اوره جام لپاره د افغانستان لوبډله د ده له مشورې پرته اعلان شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د راتلونکي نړیوال شل اوره جام لپاره لوبډله اعلان کړه خو له اعلانه څو دقیقې وروسته راشدخان وویل، د غوراوي کمېټې او کرکټ بورډ له ده سره د ټیم د غوراوي په اړه خبرې نه دي کړي.

ده پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«د کیپتان او خپل ملت ته د یوه مسوول کس په توګه، زه د دې حق لرم چې د لوبډلې په غوره کولو کې برخه ولرم. د غوراوي کمېټې او د افغانستان کرکټ بورډ د هغه ټیم لپاره چې کرکټ بورډ په رسنیو کې اعلان کړ، له ما څخه مشوره نه ده اخیستې.»

ده همداراز ویلي چې د افغانستان د شل اوره سیالیو له کیپتانۍ سر له همدې شېبې لاس اخلي خو په دې تل ویاړي چې د افغانستان لپاره لوبې کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د شل اوره نړیوال جام لپاره، چې په عمان او متحده عربي اماراتو کې کېږي، محمد شهزاد شامل کړی او افسر ځاځی او فرید ملک یې د زخیره لوبغاړو په توګه په لوبډله کې ځای کړي دي.

شهزاد کلونه کېږي چې له لوبډلې ایستل شوی دی.

د راشد خان استعفا په یوه ورځ کې د افغانستان کرکټ ته دوهم کوزار دی.

تر دې وړاندې یوه طالب چارواکي احمدالله وثیق بې ضرورته اعلان وکړ چې ښځو ته د سپورت اجازه نه ورکوي. دې مسله سبب شوه چې د کرکټ نړیواله شورا او د استرایل کرکټ بورډ له افغانستان سره ټیستلوبه لغوه کړي.

افغان کرکټ بورډ نړیوال شل اوره جام ته لوبډله اعلان کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...