چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+وینډوز ۱۰ وړیا په وینډوز ۱۱ بدلولی شئ

وینډوز ۱۰ وړیا په وینډوز ۱۱ بدلولی شئ

تاند- د مایکروسافټ وینډوز ۱۱ به ژر راووځي او هغه کسان به، چې وینډوز ۱۰ لري، کولی شي چې تر یوې میاشتې پورې یې د وینډوز په دې نوې بڼه واړوي.

مایکروسافټ ویلي چې نوې وینډوز ته د زړو کمپیوټرونو د لېږدېدو امکان شته خو که زاړه کمپیوټرونه ډېر ورو شوي وي، دا کار ښايي ممکن نه وي او خاوندانو ته یې سپارښتنه کوي چې وینډوز ۱۱ ته د خپل کمپیوټر د لېږدولو هڅه ونه کړي.

له بلې خوا مایکروسافټ ویلي چې تر ۲۰۲۵ پورې به وینډوز ۱۰ اپ ډېټ کوي نو پر دې اساس دې د وینډوز ۱۰ خاوندان تر ۲۰۲۵ پورې تشویش نه لري.

د وینډوز ۱۱ په ځانګړتیاوو کې لمسي کیبورډ، صوتي ټایپ (یعني څه چې ورته وایاست هغه ټایپوي)، رنګونه، انیمېشنونه او حتي نوي فونټونه او آیکنونه سبب شوي چې دا وینډوز له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر ولري.

په یاد لرئ چې وینډوز ۱۱ به د اکتوبر په ۵ مه راووځي او هر څوک به کولی شي چې خپل وینډوز ۱۰ په وینډوز ۱۱ واړوي. په دې حساب به د نوومبر تر ۵ پورې وخت لرئ چې خپل کمپیوټر په نوي وینډوز سمبال کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب