یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د اپل نوی موبایل به انقلابي بدلون راوړي

د اپل نوی موبایل به انقلابي بدلون راوړي

تاند- ایفون ۱۳ به ښايي د موبایل ټېلفونونو په برخه کې یو لوی بدلون راوړي، ځکه چې دا ملفون به د سپوږمکۍ له انترنیټ سره د وصلېدو امکان لري.

امریکايي کمپنۍ هڅه کوي چې د نړۍ ټولو ګوټونو ته د سپوږمکۍ له لارې ارزانه، په ځینو مواردو کې یو مخ وړیا او چټک انترنیټ ورسوي او د ایفون ۱۳ یوه ځانګړتیا دا بلل شوې چې له سپوږمکۍ څخه مځکې ته له لېږل کېدونکي انترنیټ سره وصل کېږي.

د سپوږمکۍ د انترنیټ سرعت د مځکني انترنیټ په پرتله خورا زیات دی او بله ښېګڼه یې دا ده چې په مځکه کې نه کوم انتن ته اړتیا لري او نه موډیم او نورو وسایلو ته.

د اپل د دغه نوي موبایل یوه بله په زړه پورې ځانګړتیا دا ده چې د ګوتې نښه پرې نه پاتې کېږي، او د شپې له خوا پرې عکس او ویدیو اخیستل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب