شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+فقر بدبختي زیږوي؛ تر ۹۵سلنه زیات افغانان ور سره مخ دي 

فقر بدبختي زیږوي؛ تر ۹۵سلنه زیات افغانان ور سره مخ دي 

 احمدشاه وردګ
پرون له یوه دوکاندار سره ناست وم، د کار بار په اړه مې  پوښتنه مې ترې وکړه، ویل یې، د پخوا په پرتله مې  پېنځوس سلنه مشتریان کم شوي دي او ورځ په ورځ نور هم کمېږي. حال دا چې میاشت مخکې مې  داسې مشتریان درلود ، چې د ورځې به یې یوازې سل روپۍ وړو ماشومانو ته سودا اخیسته، اوس چې راشي، نیمه کیلو مستې په پور را نه وړي. دا یې هم ویل چې زه نا امېده نه یم، شیطان نا امیده دی ، موږ مسلمانان یو، خدای مهربانه دی، هر څه به سم شي؛ خو حالاتو ته په کتو، که د امارت حکومت همداسې دوام وکړي، لیرې نه ده، چې په شپږو میاشتو کې سقوط شي. دا چې د ده خبرې منطقي او وزمینې وې، زه یې هم په سوچونو کې ډوب کړم. موږ درې وروڼه یو، هره یوه د میاشتې تقریبآ شل ـ شل زره افغانۍ معاشونه درلودل، کور مو خپل دی، مصرف مو هم دومره ډېر نه دی، خو اوس په کور کې والله دومره پیسې وي، چې د نېټ ډېټاپرې فعاله کړم.
زموږ د مسافرو وروڼو او خویندو دې کور ودان وي چې پیسې یې را ولېږلې ، خوراکي توکي او هغه نور د ضرورت وړ شیان مو پرې واخیستل، کنه د بنده په ذهن د بل در ته محتاج وو. دا دي د طالبانو له راتګ کابو څلورویشت ورځې تېرېږي، خو د دولت د کارکونکو تر څنګ شخصي کار و بار هم په ټپه ولاړ دی. کابل کې ډېری کسان چې شاقه کارونه کوي، هغوی به د ورځې کار کاوه، د شپې به یې خوړلې، که مبالغه نه شي، د یوې اونۍ  سپما یې والله که لرله.
اوس هغه ټول کسان د دولت د کارمندانو په ګډون چې لږ ایمان داره وو/ دي هغوی اوس ټول د پولۍ ټک ته ناست دي. هغوی چې پیسې درلودلې، یا بهر ته ولاړل یا یې پیسې بانکونو کې دي او یا هېڅ په زړه رحم نه لري چې د فقیر او مسکین سره همکاري وکړي. دا چې د خوراکي توکیوبیعې دوه برابره لوړې شوې، د هغې په باره کې به هېڅ نه وایم ځکه چې ټول پرې خبر دي. پرون مې له کوټه سنګي نه سودا راوړله، تر سلو کسانو به ډېرو راته ویلي وي چې: « اې وروره اوړه دې په څو واخیستل / برادر آرد ‎، روغن چند خریدی».
هره یوه ته به مې چې ویل چې په دومره مې واخیستل، د دوی ځواب به دا وو: « اووو خدایه رحم وکړې، څه به کوو ». د پخواني دولت کارمندان که په اوسط ډول سړی حساب کړي، کېدای شي چې یو مېلیون راشي، په دې یو مېلیون کې یې که یو فیصد، ښه معاشونه درلودل، او یا نورې مردارې پیسې ورته جوړېدې، دا پاتې نور یې زه په ډاډ سره ویلای شم، چې د میاشتې تر آخره به یې ایله معاش رسېدو، زما په شمول، چې معاش به مو لس ورځې وځنډېد، باور وکړئ، چې په دفتر کې به د کانتین ځانته پوروړی وم او د ګاونډي دوکاندار به بېل قرضداره وم.
دا چې ما تقریبآ شل زره افغانۍ معاش درلود، کور مې هم خپل وو، وظیفه مې هم لیرې نه وه، ځینې وخت به چکري پلی تلم، د هغو کسانو به څه حال وي، چې په پردي کور کې په کرایه اوسېږي، میاشتینۍ تنخوا یې نه درلوده، شاقه کارونه به یې کول، د هغوی به څه حال وي؟  خدای دې په ټولو مسلمانو رحم وکړي.
موږ یو سراچه موټر هم لرو، کله چې موږ ټول (درې وروڼه) بې کاره شوو، له مانه کشر ورور به مې کله کله ښارته ویستله چې کار پرې وکړي، هره ورځ به چې راغی، ویل به یې چې شاید د تېلو پیسې مې هم نه وي ویستلې، مبلین، د ټایر مصرف او نور هغه عوارض خو پرځآی پرېږده. ماته به د  ده خبرې دروغ ښکارېدې، حال داچې زما ورور په ټول عمر کې هم ماته دروغ نه دي ویلي، خو بیا به هم شکي وم، چې ولې کار نشته. بله ورځ ما ورته ویل چې نن زه کار ته ځم، الله مهربانه دی، ګوندې کار پرې وکړای شم، تاسو باور په خدای وکړئ، چې یو مسیر چې باید پېنځه کسه مې کېنولي وای، او سل روپۍ مې ترې اخیستې وای، تر آخره یو کس هم راته پیدا نه شو، د روغتون مخې ته به ودرېدم، هېچا به هم راکتل هم نه، بیا به مې پوډري ته پېڼځه روپۍ ور کړې، چې د ښارسوارلي راته پیدا کړه، یو ساعت به یې چیغې وهلې، آخر به یو یا دوه کسه پیدا شول ،چې حرکت به مې وکړ، ماوې ګوندې په لاره دوه درې کسه پیدا شي، هغه به تر آخره د منزل هماغه دوه کسه راسره ناست وو، نوربه خالي روان وم. خلاصه هغه د موټر د تېلو پیسې مې هم پیدا نه کړې.
تر پرونه مو کابینې ته انتظار ویست، چې اعلان شي، کارونه به ور سره ښه شي، اروپايي ټولنه به مرستې وکړې،  که ټوله نړۍ نه وي، چې نیمايي هېوادونه یې هم په رسمیت و پېژني، خدای مهربانه دی، بیا به هر څه ورو ـ ورو سم شي، کارونه به پیدا شي؛ خو د کابینې په اعلان سره ډاډه شوم،چې نه به یې نور هېوادونه په رسمیت و پېژني او نه به د ځینو هېوادونو او اروپآیي ټولنې توجه ځان ته راجلب کړي، تر څو مرستې ور سره کړي، ځکه چې داسې یو حکومت چې یوازې له یوه قوم او یوې ډلې څخه جوړ وي، والله اعلم چې څوک یې یا په رسمیت و پېژني او یا مرستې ور سره وکړي.
زما نه یادېږي، چې زموږ کره دې څوک راغلي وي او یوه کاسه اوړه یې دې په پور رانه وړي وي؛ خو قسم په الله چې نن زموږ ګاونډی راغی، کاسه ور سره وه، ویل یې چې اوړه مو خلاص دي، چې پلار ته مې کار پیدا شو بیا به یې در کړو. لنډه دا چې که هر څومره ووایو چې  د طالبانو په راتګ سره د خلکو اقتصادي ستونزې ۹۹سلنه زیاتې شوې، مبالغه به نه وي.
اوس طالبانو او بیا خلکو ته څه کول په کار دي،چې تر څو له دې فقر او بې چاره ګۍ څخه خلاص شي.  لومړی طالبان، باید په خپله کابینه کې زر تر زره تغیر راولي، دا وطن د ټولو کور دی، نه یوازې د طالب، تر څو نړیوال یې په رسمیت و پېژني، او خپلې مرستې را ولېږي، کنه په خدای قسم چې دا حکومت به تر شپږو میاشتو هم زیات دوام ونه کړي. دویم، زموږ ځینې افغانان وروڼه چې اقتصادي وضعیت یې نسبتآ ښه دی، هغوی باید د خپل وس او توان په اندازه له فقیرانو سره مرستې وکړي، کنه خدای مه کړه،انساني فاجعه راتلونکې ده، هغه هم شاید ډېره زر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب