یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+تاريخ د اختلاف په منګولو كې

تاريخ د اختلاف په منګولو كې

ژباړن: هارون شفيقي

له تاريخ سره تر ټولو لوى ظلم دا كېږي، چې دې ته هرې طبقې، قوم او ټولنې كله د بنسټپالنې له نظره كتلي، كله مذهبي نظريه پرې غالبه شوې او كله هم د نسل پرستۍ په بنديزونو كې راګېر شوى دى. پايله دا شوله چې د تاريخ څو اړخه رامنځ ته شول، د يوه قوم فاتح د بل قوم وژونكى وي، يو يې عظمت ليكي، خو بل يې بيا د ظلم، ستم او وينې تويونې داستانونه. تر اوسه دا ډېر كم پېښ شوي چې دواړو فاتح او وژونكي ته دې په يوه نظر وكتل شي او د انسانيت په نامه يې چې كوم ظلمونه كړي هغه دې وغندل شي، تاريخ تر اوسه شخصيتونه او پېښې په اخلاقي تله كې نه دي تللي، ځكه هغوى ځانونه له اخلاقو او قانون څخه لوړ ګڼلي دي.

په قومونو كې چې كوم اخلاقي اختلاف وي هغه تاريخ هرومرو څرګندوي، لكه په ۱۹۱۳ كې كله چې اندونيزيا د هالنډ يوه مستعمره وه، هالڼدي حكومت يو فرمان صادر كړ، چې د اندونيزيا خلك دې له فرانسې څخه د هالنډ د آزادۍ د سلو كالو د پوره كېدو كاليزه ونمانځي، دا هم وويل شول دا خوښي د دې جشن په توګه ونمانځل شي او له خلكو دې ماليه هم راټوله شي، په دغه اختلاف كې د اندونيزيا يوه بنسټ پال يوه ليكنه وكړه چې داسې هېواد ولې د آزادۍ جشن نمانځي چې پخپله آزاد نه دى او د بل ملك په ولكه كې دى.

دې ته ورته پېښه په عراق كې پېښه شوه، په عراق كې د امريكا او برېتانيې د ښكېلاك پر خلاف غورځنګونه راپورته شول، دغو ښكيلاكګرو  ځواكونو دوى (عراقيان) د ترهګرو په نامه له منځه وړي، همدا وخت د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال پر فرانسې د جرمني د بريد او د نيولو او له هغوى څخه د خلاصون او غورځنګونو په ياد يو ستر جشن ونيول شو، چې په هغې كې اروپايي هېوادونو او جرمني هم برخه واخيسته او پر فرانسې د بريد لپاره يې پر خپل جرم اعتراف هم وكړ، د فرانسې په تاريخ كې دا يوه يادګاره ورځ ده.

يوه لوري ته دا جشن نمانځل كېږي، د غورځنګونو لپاره قصيدې لوستل كېږي، د جرمني پر ښكيلاك او نيواك باندې نيوكې كېږي، خو بل لور ته بيا پر عراق د امريكا او بريتانيې ولكه سمه او جايزه ګڼل كېږي او په مزاحمتي غورځنګونو كې ښكېل خلك ترهګر او د امنيت او د سولې دښمنان بلل كېږي.

اروپايي قومونو په آسيايي او افريقايي هېوادونو بريدونه وكړل، ويې نيول او د هغوى وسايل يې ترې په ولكه كې راوستل، خلك يې غلامان كړ، د هغوى فرهنګي، كلتوري او مذهبي آزادۍ يې تر پښو لاندې كړې، خو د دغو جرمنو پر وړاندې دوى هېڅ (پر جرم اعتراف) نه كوي، د دې برخلاف دوى دا ادعا هم كوي چې دوى دغه هېوادونه ونيول او مهذب يې كړل، هغوى يې له وروسته پاتې والي څخه له پرمختګ سره اشنا كړل.

خو كله چې جرمني په اروپايي هېوادونو بريد وكړ او هغوى يې ونيول، نو د دغه جرم پر سرهغه هېوادونه د جرمني پر خلاف راولاړ شول، او كله چې جرمني په دوهمه نړيواله جګړه كې ماته وخوړه، نو (پر جرم اعراف) يې وكړ. د فرانزفينن په وينا دا د دې لپاره وشول چې هټلر غوښتل اروپايي هېوادونه خپله مستعمره كړي، كه ده همدا كار له اسيا يا افريقا سره كړى واى نو پر ده به هېڅ نيوكه نه واى شوې او اوس به د چرچل او روزويلټ سره اوږه پر اوږه ولاړ واى.

دغه اختلاف په تاريخ كې په څو نورو بېلګو كې لا زيات روښانه كېږي. جنرال ډاير په (جليانواله) باغ كې خلك قتل عام كړل، بريتانوي حكومت دغه كار جرم ونه بللو، بلكې د بريتانيې د امپراتورۍ د ساتلو لپاره يې يو ګام وبللو، په بريتانوي ټولنه كې د دغه جنرال درناوى نور هم زيات شو، خلكو نغدې پيسې راټولې كړې او ده ته يې ډالۍ كړې.

دې ته ورته پېښه په ويټنام كې د (مائى لا) په سيمه كې وشوه، كله چې يوه ډګروال د كلي پر بې ګناه خلكو د ګوليو باران وكړ او هغوى يې ټول ووژل، هغه په امريكايي ټولنه كې داسې اتل وګرځېد چې سندرې هم ورته وليكل شوې.

له دوهمې نړيوالې جګړې او د اسرايئلو له راولاړېدو وروسته، يهودانو يو كمپاين پيل كې، دوى وويل چې هغه نازيان بايد ونيول شي چې د جګړې پر مهال يې د يهودانو په وژنه كې لاس درلود، له همدې كبله دوى ځينې نازيان وتښتول او په هغوى يې په هېواد كې محكمې وچلولې. دوى د خپلو وژل شويو په ياد د (هولوكاسټ) يعنى قتل عام موزيم هم جوړ كړ، او دوى د وژل شويو يهودانو د مرګ بدل له جرمني حكومت څخه نغد هم اخيستى دى. خو بل لور ته دوى د فلسطينيانو ځمكه ونيوله، هغوى يې قتل عام كړل، تر اوسه يې هم قتل عام روان دى.  خو نه دوى د دغه جرم اعتراف وكړ او يې هم په نړۍ كې د جرايمو پر خلاف غږ راپورته كړ. دا بلكل هماغه كار دى چې كله د امريكا په لومړيو ورځو كې اروپايي خلكو د هغه ځاى له اصلي اوسېدونكيو سره وكړل، د هغوى سيمې يې ونيولې او هغوى يې قتل عام كړل او دليل يې همدا راوړ چې اروپايي نوې مستعمرې له دغو (سرو هندوانو) څخه په خطر كې دي. دا هېڅوك نه وايي چې دغه اصلي اوسېدونكي له دغو استعمارګرو څخه په خطر كې دي، ځكه د دوى د غږ اورېدونكي هېڅوك نشته، همدا دليل نن اسرائيل وركوي او وايي چې دوى ته له فلسطين څخه ګواښ دى، ځكه دوى يې ځمكه نيولې ده او د هغوى د وګړو په وژلو بوخت دي، خو په حقيقت كې دا هېڅوك نه وايي چې له ريښتينې خطر سره فلسطين مخ دى چې تل يې قيمت ادا كړى او ادا كوي يې.

خو چېرته چې يهوديان په خپلو غوښتنو كې بريالي دي هلته افريقايي غلامان بيا ناكام دي. په ۱۹۹۹ كال په جنوبي افريقا كې په يوه غونډه كې دوى له هغو قومونو څخه بدل وغوښت چې د دوى پلرونه او نيكونه يې غلامان كړل او امريكا او د غرب الهند ټاپوګانو ته يې استولي وو. په دغه بدل كې دوى هغه لوټ او تالان هم ياد كړى و چې اروپايي قومونو له دغو سيمو څخه د سپينو او سرو زرو او ګرانبيه كاڼو په شكل وړى و. دا بدل ۷۷۷ ټريليون ډالر شوى و (۷۷۷ زره ميليارډه ډالره). خو د دوى دغه غوښتنه يوازې غوښتنه پاتې شوه، ځكه د دوى تر شا هېڅ ځواك نه و، او هېڅ اروپايي ټولنې د دوى پر غوښتنو غوږ ونه ګراوه، نه يې د دوى غوښتنه جدي مسله وګڼله او نه يې هم جرم ومانه او نه يې هم بخښنه وغوښته.

د تاريخ له مطالعې څخه دغه خبره روښانه كېږي چې تاريخ ته بايد د اخلاقي درناوي او لارو چارو په رڼا كې ونه كتل شي، كه له دې معيار او كچې څخه ورته وكتل شول او همدا ډول وڅېړل شو، نو پايلې به تل غلطې وي.

تاريخ ته بايد د ځواك او اقتدار له مخې وګورو، ځكه هر هغه څوك چې فاتح او برلاسى وي د هغه نظر او خبرې واكمنې وي، د ماته خوړليو او كمزوريو خلكو غږونه د دوى په ماته او كمزورۍ كې خپ شي.

ځواك ته هم يوازې له پوځي نظره بايد ونه ګورو، بلكې دا فرهنګي، علمي، كلتوري او ټولنيز هم كېداى شي، چې د همدغو پر بنسټ خپل نظر په خلكو مني. كله چې د افريقا ملي كانګرس په جنوبي افريقا واكمن شو، نو د نيلسن منډيلا په ګډون ټول مشران يې د ترهګرو پر ځاى د آزادۍ اتلان شول. د فلسطين ترهګر به هم هغه وخت اتلان شي چې له دوى سره ځواك پيدا شي.

په تاريخ كې د ځواك او اقتدار اړيكې ډېرې ژورې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب