جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeروغتیاپسته وخورئ چې پیاوړي شئ

پسته وخورئ چې پیاوړي شئ

د خوراکي توکو کار پوهان سپارښتنه کوي چې که غواړئ غښتلي او پیاوړي واوسئ نو هره ورځ پسته خورئ .

وروستیو څېړنوښودلې ده چې پسته څه ډول کلسترول را کموي.

د امریکا د خوراکي توکو د مرکز کارپوه سارا گيبایور چې په دې څیړنه کې یې ګډون درلود وویل: موږ هغه میکانیزمونه څیړو چې د پستې د کلسترول کموونکي اغیزمنتیا پیدا او توضیح کړو.

په دې څیړنه کې څیړونکو پسته له نورو  خوراکي توکو سره یوځای کړې او خپل تحقیقات یې پرې تر سره کړي.

په څیړنه کې په بیلابیلو خوراکي توکو ازموینې ترسره شوي چې پایلو یې دا څرګنده کړې چې د پستې خوړل له خوراکي توکو سره انرژي زیاتوي.

 د پورتنۍ څېړنې پربنسټ ،چې په یوې امریکایي ‌‌طبي مجلې کې خپره شوې ده ، پسته د زړه ناروغانو ته ډیره ګټوره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...