پوهنیار نجیب الله عمری
په نړۍ کې د حکومت جوړولو بیلابیلې لاري چارې یا ماډلونه مروج دي. مثلا ریاستي نظامونو کې کابینه یا په ټوله کې حکومت د منتخب جمهور ريیس په لزوم دید د ټولو هغه سیاسي اشخاصو څخه جوړیږي، چې له ولسمشر سره په ټاکنیزو ځغاستو کې ښه خوله توی کړي وي یا د مختلقو سازشونو په جوړولو کې یې رغنده رول لوبولی وي یا هم د کوم ائتلاف برخه یې جوړه کړي.
ځينې وختونه وار دمخه کلیدي پوسټونه معامله شوي وي. خو پاتي دې نه وي چې د حکومت جوړونې دې ماډل کې د ولسمشر خپل بانډ یا اشر باڼې هم په یو نه یو ډول غوښنه برخه تر لاسه کوي، چې باید یې هم تر لاسه کړي. د حکومت جوړونې بل ډول پارلماني نظامونو کې تجربه کیږي او ډیر معمول هم دي. دې ماډل کې تر ډیره ګټونکی ګوند حکومت جوړولو کې خلاص لاس لري. ځینی وخت ټوله کابینه له خپل اړوند ګوند او بعضا یې یوه برخه د ائتلافي ګوندونو سره سلا مشوري ته وړاندې کړي، خو دې ماډل کې هم اغلبا ګټونګی ګوند د حکومت لویه برخه جوړوي. د حاکم یا ګټونکي لوري د ونډې ډیروالي ته مختلف لاملونه تراشل کیږي، خو یو دلیل یې دا ویل کیږي، چې هر څومره حکومت د همفکره شخصیتونو او فیګورونو څخه جوړه وي؛ حکومتي چارې ښه پر مخ ځي، د رأیو یووالی ښه پکې تمثیلیدای شي، ننګونې نه وي… خو ځیني نیمګړتیاوي هم کله نا کله لري.
دا چې طالب اوس حاکمه ډله جوړوي، نو د سیاسي آرنو او هر اړخیز مجبوریت له مخې هم د حکومت جوړولو حق/ مکلفیت لري. طالب دا حق/مکلفیت د خپل ټوپک په شپیلۍ او شل کلنې قربانۍ په زور تر لاسه کړی، نه کومه ډالۍ ده ورته او نه هم د ملت او سیاسي قشر/سیاسي حاکمې دستګاه لخوا د پروټوکول زیږنده. بله خوا طالب دوه لسیزې ځپل شوی، رټل شوی، محکوم شوی، منځوي شوی، هغه عقدوي جریان/قشر ده، چې دوه لسیزې وړاندې یې ددې جغرافیا حاکمیت درلوده خو نه یواځې چې په زور ترې واخیستل شي بلکې په همدې جرم تبعید او مجازات شو.
د یادولو ده، چې طالب بل خوا د حکومت پر مخ بیولو دنده هم لري، کوم چې دوي ته کور دننه او بهر لوي آزمون یادیدای شي. کور د ننه د دیموکراسۍ تر سیوري لاندې پراخ سیاسي او مدني خوځښتونو و ټوکیدل، ولسونه له سیاسي او مدني مبارزې سره بلد شول، وګړې/جوړښتونه بهرنیو هیوادونو سره په تعاملاتو بلد شول، خلکو تحصیل وکړ، مدنیت تقریتا ټول شمول شو، د ولس سیاسي نبوغ د بلوغ مراحلې ته ورسید او…؛ نو هر څه د حکومت په بڼه جوړول یا هر ډول په دوي باندې حکومت کول هم ډیر اسان نه بریښي. سیمي او نړۍ کې ډیر تفاوت لیدل کیږي، سیمه کې سیاست دومره پیچلی شوی، چې سیاسي مداراتو کې سیمیز انډول برابرساتل د سیاسي لوبې له اصلي لوبغاړو هم لاره ورکه کړي. بله خوا نړیواله کچه باندې هم د قدرت معادله د اوښتون څپې تجربه کوي. افغانستان د سیاسي مجبوریتونو وراخوا که څه هم باالذات ټولیز ډول باندې غني خو روانو حالاتو کې له اقتصادي پلوه په نورو متکي هیواد او له بده مرغه اقتصادي بسیا نلري؛ نو لازمي ده، چې طالب ټول سیمیز او نړیوال روموز، کور دننه حساسیتونو د خپلو ټولو مجبوریتونو او محدودیتونو سره سره ملحوظ ولري او د هغوي په تناظر سره تصامیم ونیسي.
به هر حال! لامل چې هر څه و یا شرایط چې هر څنګه دي خو نتیجه/عیني واقعت دا ده، چې طالب د چارو واګې داسې وخت تر لاسه کړي، چې حالات لا هم ترینګلي، شرایط حساس او سیاسي مجبوریتونه خورا زیات دي؛ نو اړتیا ده، چې له یوه خوا طالب ټول مجبوریتونه درک او د کړنو په اړه یې ژور لید په کار واچول شي نه دا چې د عادي حالت تمعه ترې وشي. موجوده سرپرسته کابینه کې تر ډیره د پارلماني له ماډله کار اخیستل شوی او ځما په اند د خپلو مجبوریتونو او شرایطو به تناظر سره دا موقتي (سرپرست) تشکیل جوړ شوی.
د یادولو ده، چې د حکومت روانه دستګاه دبیلا بیلو برخو په فعالیت سره په مخه ځي او تر ډیره دا برخي تخنیکي او مسلکي دي. منم! چې وزارتونه تر ډیره سیاسي بستونه دي یا سیاسي ساتل کیږي، خو لاندې آډانه کې د مسلکي کادرونو تشه د دې ماشین د فلجیدو مانا ورکوي؛ نو اړتیا ده، چې له وزارتونو لاندې به ټول تشکیلات به خورا زرکتیا، لوړ هوش او د دیني اساساتو او وطني مینې په تناظر سره جوړیږي. هسې نه خدای مه کړه حکومت وشړیږي او ددې سپیڅلي کهول (عالم ) په جامه کوم تور داغ پاتي شي.
سلام
دموډل او دموکراسی کار په افغانستان کې پېچلی دی. ستا تعریف کې هم ګونګ ښکاری .موږ د ناتو له وژنوبمباریو ،توغندیو ،بربادیو اوتباهیو څه لاس ته راو ړنه لرو مخکې له دې چې افغان ولس د بن دککړې معاهدی ټولې مردارۍ وڅیړی. یو ملت سکون او امن ته ضرورت لری که مادل او دروغجنې دمو کراسی ته چې دمصیبتو نو پېټې یې دلته راوړلی دی. په افغانستان کې خوډېر حکومتونه بدل شول کوم یو ستا دخوښې وه. دهغوی فساد ته اسلام کې څه دول جواز ورکوی؟
شرم نه دی چې د ملګرو ملتو جاسوسه دېبورا لاینز ، به ملګرو ملتو کې دافغانستان دایمی سفیر غلام اسحاق زی، داروبا اتحادیه، اریا نا سعید کثیفه، شکریه بارک زی دپخوانی دېپلو ماتې په نوم نارې سورې وهی ایا داهم د دموکراسی برخه ده؟