یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد روسیې فدرالي شورا وايي، د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو...

د روسیې فدرالي شورا وايي، د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو ته به سفیر ولېږي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) د روسیې د سناجرګې یا فدرالي شورا ویندویه وايي، روسیه به د افغانستان د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې د خپل سفیر په کچه ګډون وکړي.

تر دې وړاندې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ویلي و، روسیه په هغه صورت کې د افغانستان د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي چې ټولشموله وي.

لاوروف زیاته کړه «موږ د حکومت جوړولو د هغې پروسې ملاتړ کوو چې د طالبانو او پر پښتنو سربېره د نورو قومي ډلو لکه هزاره ګانو، ازبکانو او تاجکانو په شمول د افغان ټولنې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي. یوازې یو ټولشموله حکومت نوي ژوند ته سم انتقال تضمینولی شي…. که دا یقیني شي، باور لرم چې موږ به په ګډه په دې مراسمو کې له نورو هیوادونو سره چې د افغانستان پر حالاتو اغېز لري او مراسمو ته بلل شوي دي، ګډون وکړو.»

د روسیې د فدرالي شورا ویندویې والینتینا ماتفینیکو د چهارشنبې په ورځ د تاس خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وویل «زه باور لرم چې د مراسمو تیاري به د سفیرانو یا نورو دیپلوماتانو په کچه وي، تر دې به د لوړې کچې نه وي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې د نوي حکومت د پرانیستنې په مراسمو کې د ګډون لپاره یې یو شمېر هیوادونو ته بلنلیکونه استولي دي خو مخکې تر دې چې مراسم جوړ شي دوی خپله کابینه اعلان کړه او اکثرو سرپرست وزیرانو کار پیل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب