یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ولې مو د کورنۍ اقتصادي وضعیت خراب دی؟

ولې مو د کورنۍ اقتصادي وضعیت خراب دی؟

لیکنه: استاد عبدالجبار وحدت

تاسو ته بهتره مالومه ده، چې اقتصاد د یو کس، کورنۍ، کلي، ټولنې، هېواد او بالاخره نړۍ لپاره خورا اړین دی، ښه اقتصادي وضعیت د زوند د رفاه کچه ټاکي، نن ورځ ، تحصیل، روغتیا، خدمات، ټولنیز موقف… او دې ته ورته اړین مسائیل د اقتصاد سره نېغ په نېغه اړیکه لري، د اقتصاد ارزښت تاسو ته مالوم دی او تاسو یې درک کوی شئ، لاندې ځینې نقاطو ته لنډه اشاره لرم، کومو چې زموږ کورنی اقتصادي وضعیت خراب کړی، یا مو ښه اقتصادي طرف ته نشي بیولی، چې عبارت دي له:

  • د مالي مدیریت نه شتون: موږ ډېری وخت ، بودجه جوړونه او مالي مدیریت ته په نه سترګو ګورو، ډېری کورنۍ د ښه مالي مدیریت د نه شتون له وجې له غربت سره مخ کېږي، مانا دا چې منابع په موثر او غوره ډول نه تنظیموي او نه له ظرفیتونو درسته استفاده کوي، د یوې برخې له پیسو څخه په بله بې اړتیا برخه کې استفاده کوي.
  • د لومړیتوبونو نه ټاکل
  • د ظرفیتونو څخه ناسمه ګټه پورته کول 
  • د عوایدو او لګښتونه نه پرتله: مانا عوایدو ته په کتو لګښت نه کوو
  • فلجې( مشترکې) کورنۍ
  • ناسم متلونه (یو یې ګټي، سل یې څټي)
  • پټه بېکاري
  • منظم پلان نه شتون
  • د کاري ساعتونو نه تنظیمول
  • زیاتره وارداتي اجناس خوښول
  • مولدیت په پام کې نه نیول 
  • غیر معقول تصمیمونه نیول 
  • د پیسو دوهم ځلې په کار نه اچول

عبدالجبار وحدت د پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب