یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبایډن: چین، روسیه، پاکستان او ایران له طالبانو سره د جوړ راتلو...

بایډن: چین، روسیه، پاکستان او ایران له طالبانو سره د جوړ راتلو هڅه کوي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۷) د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون / سې شنبه وویل، دې ته په پام چې طالبانو په افغانسیتان کې واک ترلاسه کړی، اوس چین، ایران، روسیه او پاکستان هڅه کوي چې په دې پوی شي چې له طالبانو سره څرنګه تعامل وکړي.

جو بایډن څو ساعته وروسته له دې چې طالبانو د افغانستان د اسلامي امارت په نوم د خپل موقت حکومت کابینه اعلان کړه، خبریالانو ته وویل چې چین له طالبانو سره ستونزه لري.

د امریکا ولسمشر دا خبره له طالبانو سره د چین د مالي ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

جو بایډن وویل، له طالبانو سره د چین ستونزه جدي ده. نو هغوی هڅه کوي چې په یو ډول له طالبانو سره جوړ راشي. «زه ډاډه یم. پاکستان، روسیه او ایران هم دغسي درواخلئ، هغوی به هم هڅه وکړي.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه «چین، ایران، پاکستان او روسیه په دې د پوهېدو په هڅه کې دي چې اوس باید څه وکړي. نو پر دې اساس انتظار کوو او ګورو چې څه پېښېږي. په زړه پورې به وي چې څه کېږي.»

امریکا او د ۷ سترو صنعتي هیوادونو غړیو مخکې موافقه کړې چې د طالبانو په وړاندې خپل غبرګون سره همږغه کړي.

امریکا د فغانستان شتمني، چې نژدې ۱۰ ملیارد ډالره ارزښت لري، کنګل کړې ده.

دې هیواد ویلي، د افغانستان شتمني یې د دې لپاره کنګل کړې چې ایا طالبان د ښځو د حقونو او نړیوالو قوانینو د رعایتولو لپاره پر خپلو ژمنو درېږي او که نه.

رویټرز خبري اژانس ته ځینو کارپوهانو ویلي، که چین، روسیې او نورو هیوادونو د طالبانو مالي ملاتړ وکړ، پر طالبانو د اقتصادي فشار له لارې د ښځو او بشري حقونو د رعایتولو حربه بې نتیجې پاتې کېږي.

طالبانو نه یوازې دا چې په خپله سرپرسته کابینه کې له طالب او ملا پرته بل چا ته حق نه دی ورکړی، په ځینو ولایتونو کې یې نجونو ته ویلي چې ښوونځیو ته لاړې نه شي.

د فاریاب ولایت ښوونځیو ته ویل شوي چې له اووم ټولګي پورته نجونې دې ښوونځیو ته نه ځي.

دا ډول اقدامات نه یوازې په داخل کې طالبانو ته ستونزې زیاتوي بلکې د چین او روسیې په شان هیوادونه چې د امریکا د دښمنۍ په خاطر هم غواړي د طالبانو ملاتړ وکړي، مجبوروي چې له طالبانو ځان لېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب