یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت پر اعلان د امریکا او نورو هیوادونو غبرګون

د طالبانو د حکومت پر اعلان د امریکا او نورو هیوادونو غبرګون

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۷) سپینې ماڼۍ په دې اړه چې ایا امریکا به د طالبانو له لوري اعلان شوی حکومت د افغانستان د رسمي دولت په توګه په رسمیت وپېژني، وویل«امریکا د اسلامپالو د شبکې د مشروعیت لپاره بیړه نه لري.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې حیم ساکي همداراز وویل«په رسمیت پېژندلو کې هیڅ بیړه نه لرو، او دا به د طالبانو له اقداماتو سره تړلی وي. نړیوال به دوی څاري چې ایا دوی امریکايي اتباع او نور افغانان پرېږدي چې ووځي، او څرنګه دوی له ښځو او نجونو سره په خپل هیواد کې چلند کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د افغانستان د نوي حکومت د اعلان په وړاندې په لومړني غبرګون کې وویل، امریکا به د طالبانو په اړه د هغوی د اقداماتو پر اساس قضاوت وکړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت په عین حال کې په دې اندېښنه ښوولې چې د طالبانو له لوري په اعلان شوې کابینه کې ښځې نه شته.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند (دي هیل) ورځپاڼې ته ویلي «که څه هم طالبانو ویلي چې دا کابینه یې لنډمهاله ده خو واشنګټن د طالبانو په اړه د هغوی د څرګندونو له مخې نه بلکې د عمل له مخې قضاوت کوي.»

ده ټینګار وکړ«موږ خپلې خبرې په زغرده کړي او هغه دا چې د افغانستان خلک د یوه پراخ بنسټه حکومت حق لري.»

د امریکا د باندنیو چارو زارت ویندوی دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري د افغانستان د موقت حکومت ټول غړي طالبان دي او له بلې خوا د هغو په منځ کې هیڅ ښځه نه شته.

طالبانو په کابینه نه یوازې کوم غیرطالب نه لیدل کېږي بلکې هیڅ متخصص او کارپوه ته هم چانس نه دی ورکړل شوی.

د نورو هیوادونو غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پرون وویل، د ملا حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د حکومت پر اعلان په خپل لومړني غبرګون کې وویل، نه پوهېږي چې دا موقت حکومت به د څومره وخت لپاره وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و چې که طالبانو ټولشموله حکومت اعلان نه کړ، انقره به یې په رسمیت ونه پېژني.

دې ته ورته څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د اروپايي کمیسیون مشر کړې ده.د

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ وویل، ښايي هغه حکومت په رسمیت ونه پېژني چې طالبان یې په افغانستان کې جوړوي.

لویګې دي مایو په قطر کې یوې غونډې ته د ویدیو کنفرانس له لارې وویل، پکار ده چې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ شي او باید په دې هیواد کې ترهګر پرې نه ښودل شي چې ازاد فعالیت وکړي.

ده په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت په اړه هم وویل چې ممکن سفارت یې د افغانستان لپاره خپل فعالیت له قطره پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب