سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالبان به ښايي د جمعې په ورځ حکومت اعلان کړي

طالبان به ښايي د جمعې په ورځ حکومت اعلان کړي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) ځینې خبرځایونه وايي چې طالبان به د جمعې په ورځ نوی حکومت اعلان کړي.

سرچینې وايي چې تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د طالبانو له لوري د اعلانېدونکي حکومت جوړښت به په څه ډول وي.

مخکې ویل شوي و چې د اګست په ۳۱ د امریکايي پوځیانو له وتلو یوه ورځ وروسته یعني د چهارشنبې په ورځ / د سپټمبر ۱/ به طالبان خپل نوی حکومت اعلان کړي.

طالبانو ویلي چې حکومت به یې ټولګډونه وي حو دا څرګنده نه ده چې له ټولګډونه حکومته د دوی تعریف څه دی.

په همدې حال کې پاکستان پر طالبانو غږ کړی چې داسې حکومت جوړ کړي چې هم ټولو افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وي.

ایراني چارواکو بیا د طالبانو له لوري پر جوړېدونکي حکومت اندېښنه ښيي خو وايي، منتظر دي چې طالبان څه ډول حکومت اعلانوي.

1 COMMENT

  1. afghans want to doctor Ashraf Ghani come back to afghanistan.
    THE ONLY MAN WHO CAN BUILD THIS COUNTRY IS DOCTOR Ashraf Ghani,
    TALIBS ADMINISTRATION IS UNDER ORDER OF PAKISTAN,
    WATCH FORWARD

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب