شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: ټول هېوادونه دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي

طالبان: ټول هېوادونه دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۹) د طالبانو یوه مشرتابه غړي مولوي شهاب  الدین دلاور له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پرمهال هغه هېوادونه ستایلي، چې په کابل کې یې خپل دیپلوماتیک ماموریت فعاله ساتلی دی.

نوموړي دغه راز له هغو هېوادونو چې خپل سفارتونه یې تړلي دي غوښتنه وکړه، چې بېرته خپل سفارتونه پرانېزي.

مولوي شهاب الدین دلاور د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې هیڅ بهرني ملکي کارکوونکي او سفارت ته ګواښ نه دی متوجه نو ټول دې د خپلو دیپلوماټیکو ماموریتونو د دوام په موخه خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

په ورته وخت کې د طالبانو یو بل غړي انعام الله سمنګاني بیا پر هغو خلکو چې له افغانستان څخه په وتو دي غږ کړی، چې له هېواده دې نه وځي.

د نوموړي په خبره افغانستان دوی ته اړتیا لري او باید په ګډه ورته خدمت وشي.

هغه ټینګار کړی چې امنیتي ستونزې حل شوي، خو اعتراف کوي چې په اقتصادي برخه کې لا هم ستونزې شته چې راتلونکی نوی نظام به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په اقتصادي پرمختګ کې غوره رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ۲ بجې د امریکا وروستی پوځي له افغانستان څخه ووت او په دې سره د دوی تر ټولو اوږود ماموریت پای ته ورسېده.

طالبانو نن په ټولو ولایتونو کې د امریکا د وتلو له امله د خوښې مراسم لرل.

‏بل لورته د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې دوی ټول وسایط له منځه وړي دي.

مسوولان وایي هوایي ډګر کې ګڼ وسایل او تجهیزات امریکایي ځواکونو په غیرې مسوولانه توګه ویجاړ کړي دي.

1 COMMENT

  1. برېتانيا او امريکا خو ويستل او د قطر دوحې ته يې ولېږدول او جاپان هم لکه چې همداسې ورته هوډ لري. دا ښه زيری نه دی. همداسې د حقاني شبکې ته د کابل او اړونده ادارو تر هوايي ډګره سپارل به د طالبانو لپاره بد عواقب ولري او ښه زيری له ځان سره نه لري. دا ځکه چې د حقاني شبکه له تېرو شلو کلونو راهيسې د کابل ښار په ډېر پېچلو چاودنو او تښتونو کې ښه مخينه نه لري. دا نړيوالو ته د تشويش خبره ده او ښايي چې طالب پرې خپل تر لاسه شوی اعتبار تر سوال لاندې راولي.
    طالب کابل ته په ورننوتو ستره تېروتنه وکړه. د کابل نيول اسانه دي، خو ساتنه يې سخته ده. ځينې هېوادونه به دوی ته د رسميت پېژندنې په تمه د سر په کاسه کې اوبه ورکړي. پنجاب ته دې هم د مسلمان په نوم نه خوشاليږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب