Homeخبرونهد امریکا پوځ بریتانیايي ځواکونه د هوايي ډګر د پېښې په خاطر...

د امریکا پوځ بریتانیايي ځواکونه د هوايي ډګر د پېښې په خاطر ملامت بولي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۹) د امریکا پوځ بریتانیايي ځواکونه په دې تورن کړي چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې د ورځې د حملې د مرګ ژوبلو د زیاتېدا سبب شوي دي.

د امریکايي او بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ / سنبله ۴/ د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د داعش تر انتحاري برید مخکې امریکايي قوماندانانو غوښتل چې د هوايي ډګر دروازې بندې کړي خو دا پرېکړه د دې لپاره بېرته واخیستل شوه چې بریتانیايي ځواکونو غوښتل چې له افغانستانه ډېر کسان وباسي او په نتیجه کې یې د داعش انتحاري حمله کوونکي له فرصته په استفادې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل.

د امریکا پوځ مخکې تر مخکې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د داعش د حملې اټکل کړی و.

خو د بریتانیا دفاع وزارت نن د امریکا د پوځ دا ادعا رد کړه چې ګنې د دوی د ځواکونو له لاسه داعش وتوانېده چې د کابل په هوايي ډګر کې انتحاري برید وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...