جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا د باندنیو چارو وزیر وايي، امریکا د افغانستان لپاره بل...

د امریکا د باندنیو چارو وزیر وايي، امریکا د افغانستان لپاره بل پلان لري

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، متحد ایالتونه د افغانستان لپاره بل پلان لري او هغه به عملي کړي.

بلینکن په یوه ټویټ کې لیکلي«غواړم نن کور ته ستون شم چې په افغانستان کې د امریکا کار دوام وکړي. موږ د راتلونکې لپاره پلان لرو او عملي به یې کړو.»

ده د افغانستان په اړه د امریکا د بل پلان د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د باندنیو چارو زیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د بهیر بشپړېدو ته په اشارې لیکلي«د امریکا پوځ له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو چارې بشپړې کړي، زموږ ځواکونه له افغانستان څخه وتلي. د افغانستان په تړاو د امریکا نوی څپرکی پیل شوی او په دې څپرکي کې به دیپلوماسي وړاندې وي.»

ده په عین حال کې په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیک فعالیت د درېدو یادونه کړې، ویلي چې د امریکا سفارت به په موقت ډول د کابل پر ځای له دوحې څخه خپل کارونه پر مخ بیايي.

بلینکن دا هم وویل، ګومان کېږي چې شاوخوا ۱۰۰ تنه امریکایان به لا هم په افغانستان کې وي خو امریکا هڅه کوي چې د هغو دقیق شمېر معلوم کړي.

د بلینکن په وینا له افغانستانه ۶ زره امریکایان ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ خو ویې ویل چې دا مرستې به د امریکا د حکومت له لارې نه بلکې د ملګروملتو، غیرحکومتي موسسو او ازادو ادارو له لارې کېږي.

ده هیله څرګنده کړه چې طالبان به محتاجو افغانانو ته د مرستو په رسولو کې خنډ پېښ نه کړي.

2 COMMENTS

  1. بلکل سم وايي. د غنی حکومت یې په طالبانو چپه کړ او طالبان به په داعش چپه کړي. افغانستان کې موجوده جنګیالي او څېرې ټولې پردۍ دي

  2. دی پر مخ تګ تللو او متمدینو ممالکو عجیبه ډرامه په افغانستان کښی شروع کړی دی په ۱۹۸۹ کال کښی ئي وحشی تربیه شوی ظالم قاتل تنظیمونه په کابل خوشی کړل او کابل ښار ئی ویجاړ او کابل اوسیدونکی ئی چور او میرمنی ئی بی ستره کړی بیا همدی پر مخ تللو او متمدنو ممالکو د افغانانو د سلاح جمع کولو پروګرام سبوتاج کړ د تنظیمونو وحشیانو په عوض ئی طالبانو زیاتره وحشی تره ګروپ افغانستان کښی حاکمان کړل وروسته د نیویارک حادثه رامینځ ته شوه او ستر بادار امریکا او همکارانو ئی تصمیم ونیو چی دا راوستل شوی طالبان دوباره خپل وفادار غلام پنجابی پاکستان ته ولیږی او دا کار ئی د خپل یرغل په واسطه هم تر سره کړ وروسته همدی متمدنو او پر مخ تللو ممالکو دوباره معلومداره قاتلان او د کابل تخریبکاره سره د خاصو تربیه شوو دیموکراتانو ؟ متحد د افغان ملت په اوږو سپاره کړل او دوی ته ئي د افغان ملت ابادی شعار لاندی د ډالرو ، ایرو او پونډونو باران شروع کړ نتیجه دا وه چی دا قاتلان ملیاردران شول او افغان ملت زیاتر بدبخت کړۍ شو اخیر کښی بیا همدی متمدنو او پر مخ تللو ممالکو همدا شړل شوی طالبان دوباره د هولیؤد په ډرامی سره روی کار کړل او اوس لګیا دی چی هغه افغانان د ځانو سره خپلو ممالکو ته انتقال کړی کومو چی ددوی په مختلفو دندو کښی مشغول وو ! ددی متمدونو ممالکو چی رهبری ئي امریکا کوی همیش او مسلسل ئی شعار ورکولو چی افغانستان ته دیموکراسی ، د افغان ملت لپاره ابرومندانه ژوند شرائيط امنیت او صلحه تضمینوی اما دی متمدنو او پر مخ تللو ممالکو ارزو او نیت نه وو او ندی چی دا متمدن او پر مخ تللی ممالک نورو ملی افغانانو ته د افغان ملت خدمت موقع ورکړی بلکه دی ممالکو دا قاتلان ظالمان تش په نامه اسلامی تربیه شوی ګروپونه محکم په غیږ کښی نیولی دی او لګیا دی چی دا ملی خائینین څه ډول سره متحد او د ملت په اوږو ئی دوامداره سپاره کړۍ شی او عینی وخت کښی په تاکید سره ویل کیږی چی افغان جامعه هیڅکله سره متحد کیدۍ نشی دوی نظر قومونو، ژبو او مذهبونو په اساس سره جدا جدا حکومتونه جوړ کړی نو اوس نظر ددی متمدنو او پر مخ تللو ممالکو چی رهبری ئي امریکا لری ددوی شعوری فجائیعو رامینځ ته کیدلو ته د امریکا اشتباه وویل شی نو دا د افغان ملت سره ستره جفا دی تر څه حده او څومره باید افغان ملت وټکول شی او وځپل شی او د افغانستان خاوری استقلال او د ملت ازادی مجهولیت شکل ونیسی او بیا هم مونږ په ارامو زړونو د امریکا څخه د اشتباه ګیله کوو او واضح په جرأت سره نه وایو چی امریکا او د امریکا همکارانو افغان ملت د شوروی ستری قربانی سره ستر خیانت وکړ او پر افغان ملت باندی ئی اخوندی ایران او باالخصوص غلام پنجابی پاکستان د یادو قاتلانو په کومک باداران کړل او افغان ملت ئی د تباهی کندی ته اچولۍ دی !!!!!
    بلی امریکا د افغانستان تباهی لپاره رنګا رنګ پروګرامونه رامینځ ته کوی ګوره چی دی ځل ئی کوم ډول پلیتی په نظر کښی دی ؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب