تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: د ولسمشر غني او عبدالله له هوکړې یوه ورځ وروسته نن سهار غزني کې د ملي امنیت ځواکونو پر ۹۹۹ نمبر ځانګړې قطعه موټر بم برید شوی.
چارواکي پېښه تاییدوي او وايي، دا برید نن سهار ۴ بجې او ۳۰ دقیقې شویدی خو د رسمي چارواکو په وینا د تلفاتو په اړه یې لامعلومات نشته.
بلخوا د غزني د عامې روغتیا یو چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط وايي، په برید کې ۷ تنه وژل شوي او۴۰ نور ژوبل دي چې زیاتره يې د ملي امنیت منسوبین دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، ترهګرویو وار بیا غزني کې خونړی برید کړی دی.
کومې ډلې تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو تر دې وړاندې په لویوښارونو کې یو وار بیا د بریدونو د پیل خبر د ګردېز د پوځي تاسیساتو پر ریاست له برید وروسته ورکړی و.
داهم دخلیل اندرابی لومړی فعالیت – نه پوهیږم خاین سودر رهبران په کوم خوب بیده دی – ملت یې تباه کړ