جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد، له غني اوعبدالله د تېر حکومت د تېروتنو نه تکرارولو غوښتنه...

خلیلزاد، له غني اوعبدالله د تېر حکومت د تېروتنو نه تکرارولو غوښتنه کړې

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د سیاسي توافق هرکلی کړی خو له دواړو مشرانو یې د ملي یووالي د حکومت د تېروتنو نه تکرارولو غوښتنه کړې ده.

خلیلزاد په همدې تړاو د ټویټونو په یوه لړۍ کې ویلي، چې امریکا د سولې په هغه پروسه کې د حکومت ملګرتیا کوي، چې جګړه پای ته رسوي او دواړه مشران باید نورې هغه تېروتنې تکرار نکړي، چې د ملي وحدت په نامه حکومت په دوران کې یې کړې وې.

د نوموړي په قول، اوس هغه وخت دی، چې د افغانانو او نړیوالو غوښتنې جدي واخستل شي او عبدالله ته ښایي، چې د سولې په پروسه کې چټک او جدي وړاندې تګ وکړي، تر څو جګړه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی عبدالله تېره ورځ د ولسمشر غني لخوا د مصالحې شورا مشر وټاکل شو او ۵۰ سلنه یې په کابینه کې هم ونډه ورکړه، خو د حکومت مرکزیت او واحده قومانده ساتل د دغې هوکړې مهم جز ګڼل کېږي چې ټولو لوریو پرې توافق کړی دی.

1 COMMENT

  1. خلیلزاده ، داملی خائينین او قاتلین چی تاسی د سی آي اي په هدایت په ۲۰۰۱ کال کښي د ملت پر اوږو سپاره کړی دی غوښتل کیږی چی په مختلفو خائينو پلانو سره د ملت په اوږو وساتل شی او اشرف غنی چیغی یوازی ډرامی شکل درلود او لری ، افغان ملت به د تاسو مردودو پلانو درلودلو او عملی کولو له خاطره د تاسو له خوا ایجاد شوی دوزخی اور څخه نجات پیدا نکړی شی ، اوس ئي وخت دی چی ټول ملت په یو اتفاق سره باید د تاسو خائين پلان مقابل کښي علنی راپورته شی او خپل ځلانده تاریخ ته وفاداره پاتی شی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب