Home+یوې بلې افغان مور په الوتکه کې ماشوم وزېږاوه

یوې بلې افغان مور په الوتکه کې ماشوم وزېږاوه

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) یوې بلې افغان ښځې، چې له کابل څخه بریتانیا ته روانه وه، له مځکې ۳۰ زره فوټه لوړ په الوتکه کې ماشومه وزېږوله.

په لوړه ارتفاع کې د هوا د فشار د ټیټوالي له کبله د ماشوم د زېږېدو چانس زیاتېږي او له همدې کبله اکثره هوايي شرکتونه اومیندوارو ښځو په تېره بیا هغو ته چې ماشوم یې تر شپږ میاشتو زیات وخت په نس کې وي، د هوايي سفر د کولو سپارښتنه کوي.

ترکش ایرلاین هوايي شرکت وايي، ۲۶ کلنې سمن نوري ته، چې وړمه ورځ له کابله په وتلو بریالۍ شوې وه، هغه مهال تکلیف پېښ شو چې د دغه هوايي شرکت په الوتکه کې له دوبۍ څخه د بریتانیا برمنګم ته روانه وه.

ترکش ایرلاین وايي چې په الوتکه کې هیڅ ډاکتر نه و.

مور او پلار پر خپلې دې ماشومې حوا نوم کېښود.

د دوی الوتکه په ځايي وخت په ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې د برمنګم پر هوايي ډګر کښېناسته. د ماشومې او مور روغتیايي وضعیت بیخي ښه دی.

تر دې مخکې یوې افغان مېرمنې د امریکا د پوځ په الوتکه کې، چې جرمني ته روانه وه، ماشوم زېږولی و. همداراز دوو نورو افغان مېرمنو جرمني ته له رسېدو سره سم، ماشومان وزېږول.

د اګست له ۱۵ تراوسه پورې تر ۱۱۷ زره ډېر افغانان له کابل څخه بهرنیو هیوادونو ته ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...