یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفرانسه او بریتانیا په کابل کې د خوندي زون طرحه امنیت شورا...

فرانسه او بریتانیا په کابل کې د خوندي زون طرحه امنیت شورا ته وړاندې کوي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون / شنبه وویل، فرانسه او بریتانیا به په کابل کې د یوه خوندي زون د پرېکړه لیک مسوده د ملګروملتو امنیت شورا ته وسپاري.

د دې پرېکړه لیک هدف دا دی چې د هغو کسانو له ساتنې سره مرسته وشي چې هڅه کوي له افغانستانه ووځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مکرون یوې فرانسوۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د دوی د وړاندیز متن، چې په کابل کې د خوندي زون څرنګوالی تعریفوي، د ملګروملتو په کنترول کې دی او پر اساس به یې د بشري مرستو دوام ته اجازه ورکړل شي.

د دوشنبې په ورځ به ملګري ملتونه بیړنۍ غونډه وکړي او هلته به د فرانسې او بریتانیا طرحه وړاندې شي. په ملګروملتو کې به د سرمنشي انتونیو ګوتریش تر مشرۍ لاندې په دې غونډه کې د امریکا، روسیې، بریتانیا، فرانسې او چین سفیران ګډون وکړي.

د نړۍ هیوادونو موافقه کړې چې له هغو افغانانو سره به مرستې زیاتې کړي چې هڅه کوي له افغانستانه ووځي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورزلا وان دیر لیین د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي و چې د اوو سترو صنعتي هیوادونو مشرانو له افغانانو سره د مرستې پر بېلابېلو لارو خبرې کړي دي.

فرانسې او بریتانیا له افغانستان څخه د تخلیې ماموریت پای ته رسولی دی. د بریتانیا وروستۍ الوتکه پرون شنبه روانه شوه.

د فرانسې ولسمشر ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت او له دې هیواده د نورو کسانو د ایستلو په اړه له طالبانو سره ابتدايي خبرې روانې دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري ټاکل شوې موده د اګست په ۳۱ یعني د سې شنبې په ورځ پوره کېږي. له یادې نېټې وروسته اندېښنه ده چې د هغو افغانانو د وتلو لار به ډبه شي چې ژوند یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب