دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهطالبان: د ترک سرتېرو پاتې کېدو ته اړتیا نشته، افغان پوځ بېرته...

طالبان: د ترک سرتېرو پاتې کېدو ته اړتیا نشته، افغان پوځ بېرته راټولوو

تاند (سه شنبه د سنبلې ۲) د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمیسیون مشر وایي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ملا تېر دی او دوی غواړي چې افغانستان یوه قوي اردو ولري، نو د وضعیت له ارامېدو سره به هغوی هم خپلو دندو ته را وغواړي.

ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري، خو په وینا یې چې د دغه هېواد پوځي حضور ته په افغانستان کې اړتیا نشته.

نوموړي د بیان ازادۍ په هکله ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دوی د بیان ازادۍ، د اسلام په رڼا کې د ښځو او هېوادوالو بنسټیزو حقونو ته ژمن دي.

مجاهد هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د دوی له لوري ښځو ته په ځینې ادارو کې د کار اجازه نه ده ورکړل شوې، خو ټینګار یې وکړ چې د یو میکانیزم له مخې به د ټولو ادارو ښځینه کارکوونکې هم بېرته خپلو دندو ته راوغوښتل شي.

هغه د هنرمندانو د کار او هنر په هکله وویل چې هغوی امن دي خو دا چې د کار اجازه به ورکړل شي او کنه، په دې اړه به وروسته تصمیم ونیول شي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د دې هېواد د موسیقۍ ملي انسټیټوټ تړل شوی دی. د دغه انسټيټوټ بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست ویلي چې د طالبانو تېرې دورې ته په کتو یې دا پرېکړه کړې ده.

د ښاغلي سرمست په خبره د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د ۳۵۰ زده‌ کوونکو ترڅنګ د هر يو افغان سندرغاړي ژوند دا مهال له خطر سره مخامخ دی.

طالبانو په خپله مخکېنۍ دوره کې پر موسیقۍ، فلم، تیاتر، ډرامو او نورو ښکلیو هنرونو کلک بندیز لګولی و.

ذبیح الله مجاهد همدارنګه د یوې پوښتني په ځواب کې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله به کله کابل ته راشي وویل، چې ډېر ژر به هغه وګورئ.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په ګډون یو شمېر طالب مشران افغانستان ته راغلي او د دوی په خبره، د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو خلکو او بیلابیلو افغان سیاسیونو سره چې حامد کرزی او عبدالله عبدالله هم په کې دي په خبرو بوخت دي.

طالبان د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولایتونو له نیولو او له پلازمېنې کابل د ولسمشر محمد اشرف غني تر وتلو ورسته کابل ته راننوتل، خو تر اوسه د یوه نظام په رامنځته کولو نه دي بریالي شوي.

یوازې پنجشیر ولایت تر اوسه د طالبانو له خوا نه دی نیول شوی او هغه ولایت کې د نظار شورا د وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود زوی د مقاومت اعلان کړی، خو د ټول ګډونه حکومت له جوړېدو سره یې هم سر خورولی دی.

د راپورونو پر بنسټ، اوسمهال د دواړو لوریو تر منځ خبرې روانې دي.

ښاغلي مجاهد، له افغانستان د بهرنیو انباعو او د دوی د افغان کارکونکو د ایستلو د پروسې په اړه وویل، چې نېټه به تمدید نه شي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني ځواکونه د اګست میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې له افغانستانه ووځي.

دا مهال هم په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره د تخلیې پروسه روانه ده.

ذبیح الله مجاهد وویل چې په تېرو څو ورځو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي مرګ ژوبله نشته او جنايي پېښې هم نه دي رامنځته شوي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې تیزې شوې دي.

1 COMMENT

  1. نه دلته بايد ترکستان جوړ نسي د کابل هوايي بايد د هيروينو لوی تجار اردغان ته ونه سپارل سي. دوۍ غواړي د افغانستان د هيروينو کانتينرونه د امريکا په ملاتړ نورې نړۍ ته وليږي. ددغه ترکي امپراطور بايد پښې له افغانستانه لڼډي سي. طاليبان بايد نور د پنجاب له غلامي ځان خلاص او زوروره اردو جوړه او تور پنجاب ورک او لوی افغانستان جوړ کړي. که دوۍ غواړي سي افغان ولس ددوۍ ملاتړ وکړي بايد اول د پنجاب پښې زموږ له خاوري لڼډي کړي. بس ده په دوۍ يې څه ليبي ونه کړې. هم يې ځنځيرونه په غاړه کې ورواچول او هم يې لکه د لاندي پسونه په يرغلګرو وپلورل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب