جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد سي آی اې مشر له ملابرادر سره د افغانانو د ایستلو...

د سي آی اې مشر له ملابرادر سره د افغانانو د ایستلو پر ضرب الاجل خبرې کړي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲) راپورونه وايي چې د امریکا د سي آی اې ريیس د طالبانو له سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره له افغانستانه د بهرنیو اتباعو او افغانانو د ایستلو لپاره د نېټې پر اوږدولو خبرې کړي دي.

امریکايي ورځپاڼې (واشنګټن پوسټ) ته له موضوع خبرو سرچینو ویلي، ویلیم برنز پرون /دوشنبه په کابل کې له ملابرادر سره ولیدل.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن وویل، په هوايي ډګر کې راټول شوی افغانان باید خپلو کورونو ته لاړ شي او اجازه ورکړي چې نور له دې هوايي ډګره بهرنیان خپلو هیوادونو ته لاړ شي.

مجاهد وايي، بهرنیانو ته به وخت ورکړل شي چې له افغانستانه ووځي خو ښايي د اګست له یودېرشمې وروسته بهرنیانو ته نور وخت ورنه کړي چې په هوايي ډؤګر کې پاتې شي.

«ټول کسان باید تر ټاکلې نېټې مخکې ووځي، له تاکلې نېټې وروسته موږ اجازه نه ورکوو چې څوک بهر ته لاړ شي. زموږ دریځ به بل ډول وي.»

واشنګټن پوسټ وايي، ښايي دواړو خواوو د اګست د یودېرشمې د ضرب الاجل په اړه خبرې کړي وي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن مخکې اعلان کړی و چې د اګست تر یودېرشمې پورې به خپل ټول ځواکونه او هغه افغانان له افغانستانه وباسي چې له امنیتي ستونزو سره مخامخ وي.

واشنګټن پوسټ وايي، د سي آی اې چارواکو له طالب مشر سره د ویلیم برنز د کتنې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دي هیل ورځپاڼه هم وايي چې په دې اړه یې له سي آی اې او سپینې ماڼۍ سره تماس نیولی خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييس کریس میګر نن سهار وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ زره ۶۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستل شوي چې ورسره د اګست له ۱۴ تر اوسه پورې د ټولو ایستل شویو کسانو شمېر ۵۸ زره ۷۰۰ تنو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب