جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد فرانسې پولیسو له کابله په ورغلیو افغانانو کې یو تن نیولی

د فرانسې پولیسو له کابله په ورغلیو افغانانو کې یو تن نیولی

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲) د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمان (Gerald Darmanin) وايي، فرانسوي پولیسو یو افغان، چې نن له کابل څخه د پناه غوښتونکو په ډله کې پاریس ته راغلی و، له طالبانو سره د اړیکو په تور نیولی دی.

د فرانسې استخباراتو په ۵ تنو له طالبانو سره د تار لرلو شک کړی او نیول شوی کس یو له دغو پنځو تنو څخه دی.

له ۵ تنو مشکوکو کسانو څخه غوښتل شوي وو چې د پاریس په یوه هوټل کې پاتې شي چې د قرنطین موده یې پوره شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل، له دغو پنځو تنو څخه یو تن په خپل سر له هوټله وتلی او پولیسو نیولی دی.

ده زیاته کړه، په دې پنځو تنو کې یو تن یې بې له شکه له طالبانو سره اړیکې لري خو ده د فرانسې له پوځ سره ډېره مرسته کړې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په وینا تر ۱۰۰ ډېر نور افغانان، چې د فرانسې وېزې لري، په سفارت کې بند پاتې دي. په کابل کې د فرانسې په سفارت کې سلګونو افغانانو پناه اخیستې وه خو اکثره د کابل هوايي ډګر ته رسول شوي، ځینې فرانسې ته رسېدلي خو ځینې لا هم په هوايي ډګر کې پاتې دي.

په تېره یوه اوونۍ کې له کابل څخه تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان فرانسې ته لېږدول شوي دي. د دوی اکثریت د هغو افغانانو دی چې له فرانسویانو سره یې کار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب