پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+د افغانستان د فوټبال لوبغاړې له هیواده ووتې

د افغانستان د فوټبال لوبغاړې له هیواده ووتې

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲) د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې، چې د طالبانو له بندیز سره مخامخ وې، له کابله وایستل شوې.

د فوټبال د لوبغاړو نړیوالې ټولنې (FIFPRO) نن اعلان وکړ«له ښه مرغه د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې د ۷۵ کسانو په منځ کې، چې استرالیا ته روان وو، له افغانستانه ووتلې.»

دې ټولنې د استرالیا له حکومته مننه کړې چې افغان لوبغاړې، د هغوی د کورنیو غړي او د فوټبال روزونکي یې منلي دي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله په ۲۰۰۷ م کال جوړه شوه. په لومړیو کې ښه وځلېده خو د ناامنیو له ډېرېدو سره فعالیت کمزوری شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون هغه مهال له سختو نړیوالو انتقادونو سره مخامخ شو چې د ښځینه فوټبال لوبډلې کیپتانې خالدې پوپل د فدراسیون رييس په غیراخلاقي چلند تورن کړ.

تر دې مخکې د افغانستان د روباتیک ټیم ټولې غړې هم له افغانستانه وایستل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب