دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: د 'سي آى اې' مشر په کابل کې له ملابرادر...

واشنګټن پوسټ: د ‘سي آى اې’ مشر په کابل کې له ملابرادر سره ليدلي

تاند(سه شنبه، سنبلې ٢)- واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د امریکا د استخباراتي ادارې مشر ويليام برنز په کابل کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر دوهمه اونۍ کې دا لومړى ځل دى چې يو لوړپوړى امريکايي چارواکى د طالبانو له مرستيال مشر سره ګوري.

واشنګټن پوسټ وویل، د سي آى اې او طالب مشر د ليدنې په اړه د امریکا د متحدو استخباراتي ادارې تراوسه پورې څه نه دي ویلي خو باخبره چارواکو دغه خبر تایید کړى دى.

ويل کېږي دغه پټه ليدنه تېره دوشنبې ورځ په کابل کې شوې چې جزييات ېې لا نه دي خپاره شوي.

د طالبانو اسلامي تحریک هم لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا دامهال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د شاوخوا 6000 سرتېرو په درلودلو سره د خپلو اتباعو او افغان همکارانو پر ايستلو بوخت دى او ويل کېږي چې تراوسه يې 53000 کسان له افغانستانه ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب