سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهفرانسه وایي، په ۳ ورځو کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه...

فرانسه وایي، په ۳ ورځو کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي

تاند (سه شنبه، د سنبلې ۲) د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې که چېرته امریکا له افغانستان څخه تر ټاکلې نېټې پورې د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پای ته ورسوي دوی چمتو دي، چې تر راتلونکو ۳ ورځو له دغه هېواده خپل ټول ځواکونه وباسي.

نیکولاس روش اويست فرانس ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی نه غواړي تر ډېره په افغانستان کې پاتې شي خو دغه چاره تر ډېره د امریکا په ماموریت پورې تړلې ده.

نوموړي ویلي، که امریکاد خپلو ځواکونو د وتلو نېټه تمدیدوي نو دوی به هم په ارامه د تخلیې چارې پر مخ یوسي.

د یادونې ده، چې تر بریتانیا وروسته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم د تخلیې بهیر د بشپړولو لپاره له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د نېټې د تمدید خبره کړې وه.

فرانسه داسې مهال دا خبر ورکوي، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د خپل حضور د دوام په اړه ویلي چې ان یو ساعت هم له اړتیا پرته په افغانستان کې د حضور پلویان او شوقیان نه دي.

سرچینې ویلي، دا چې د تخلیې ماموریت بشپړ شي ټول امریکايي عسکر به له افغانستان څخه ووځي او هوايي ډګر به تخلیه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب