سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeکالمونهد اوبو ډاکتر/ نورالباري مل

د اوبو ډاکتر/ نورالباري مل

څو کاله په کلي کې اوازه وه چې د بهرام اکا زوی خارج ته د ډاکټرۍ د زدکړې لپاره تللی دی. نن يې د بيرته را ستنېدو ورځ وه خو د ده تر راتګ مخکې دا اوازه راغلې وه چې هغه به په کلي يوازې څو شپې تېروي او بيرته به کابل ته ځي، همدا لامل وو چې هرکلي او ليدو ته يې ډېر کليوال را غونډ شوي ول. ټول د ډاکټر پر ليدو او راتګ خورا خوښ ول.

په سبا چې لمر لا نه و راختلی د بهرام اکا د کور مخ ته د ناروغانو دومره ګڼه ګوڼه وه، تا به ويل خيرات دی. خو ټول هغه مهال خورا زيات خفه او نهيلي شول چې ډاکټر صاحب را ووت او ټولو ته يې وويل: “وه وروڼو ستاسې قربان شم، زه د طب ډاکټر نه يم چې ناروغان وګورم، زه د عضوي کېميا ډاکټر يم” خلګو يو بل ته سره وکتل يو يې ور وړاندې شو ترخه مسکا يې وکړه وې ويل: “ډاکټر ساب ستا په خبره مو سر نه سو خلاس؟”

ډاکټر هېښ پاتې وو چې کليوال څنګه وپوهوي، آخر يې د دې لپاره چې له خلګو ځان وژغوري لنډه يې ور خلاصه کړه: “زه د انسانانو ډاکټر نه يم زه د اوبو ډاکټر يم، ما په عضوي کېميا کې دوکتورا اخېستې ده.”

د خلګو بيا هم د ډاکټر پر خبرو سر نه شو خلاص، په ګڼه ګوڼه کې يوه وبوڼل: “ولاکه د ډاکټر تر څنګ هم تېر سوی وي ډاکټر خو به يا د انسانانو وو یا د حيوانانو د اوبو ډاکټر مې بيا اوس وليدی”

دوې اونۍ وروسته د بهرام ډاکټر زوی کابل ته لاړ خو له هغه وروسته په کلي کې د بهرام اکا نوم نوی شو خلګو به له ريشخنده د اوبو د ډاکټر پلار باله.

دا يوازې د بهرام د کلي کيسه نه وه، دا د هر کلي او حتا هر ښار کيسه ده دلته د غيرطبي علومو د پي ايچ ډي لرونکي پر پرتله د طب د ټيټ‌ترين پوړ ډاکټر هم ډېر قدر لري. دلته د طب او انجنيرۍ پرته د نورو پوهنو پوهانو ته د عادي وګړو په سترګه کتل کېږي دلته د پوهې تر ټولو ستره يېبره (ثمره) ډاکټري ګڼل کېږي. دلته خلګ په دې نه پوهېږي چې د ستوني ډاکټر ته خوله وازول او د ادبياتو د ډاکټر پر وړاندې خوله بنده ساتل په کار دي. دلته چې پلار په لومړی ورځ خپل بچی ښوونځي ته شاملوي هم يې د ډاکټر کېدو هيلې ورپورې تړلي وي. بده لا دا چې ځوان ته دا واک نه ورکول کېږي چې ځانته پوهنڅانګه پخپله وټاکي، د کورنۍ د نورو غړيو په ټينګار او غوښتنه ډېری ځوانان د طب يا انجنيرۍ پوهنځی وايي.

يو ملګری مې ايم. بي. بي. ايس. ډاکټر دی هغه په ادبياتو کې هم ژوره مطالعه او پراخه پوهه لري، او په ادب‌پوهنه کې وخت ناوخته ليکنې هم کوي، يوه ورځ مې ور ياده کړه چې په ادبياتو کې هسې هم ډېرې پښتو ليکنې کېږي او ادب تقريباً د پښتو يوازينۍ پوهنڅانګه ده چې د ليکنو لخوا تر نورو غني ده، ولي په خپله پوهنځانګه (طب) کې ليکنې نه کوې؟

 وه يې مسل خبره يې ومروړله لکه زړه چې يې نه غوښت په دې اړه راسره وږغېږي، خو ما پسې ټينګ کړ، آخر يې وويل:

–          ليکنه د زړه له ژوورو په مينه او لېوالتيا کېږي او زه له طب سره زره مينه هم نه لرم.

–          نو بيا دې ولي طب‌پوهنځی وايه؟

–          طب چا وايه، د کورنۍ لخوا راباندې وتپل شو، ما خو غوښتل چې ادبيات ووايم، خو پلار مې پر همدې خبره څو ورځې مرور وو، ويل يې يا به ډاکټر کېږې يا به دې له وروڼو سره پر کاروبار ځان اخته کوې، د طب پوهنځی مې غنيمت وګاڼه. اوس نو له طبه يوازې د ډوډۍ ګټلو کار اخلم، او د ذوق چنار مې د ادب د سيند خوا ته ريښې کوي، او يوازې ادب دی چې زما د زړه، ذوق او ذهن تنده پرې ماتېږي.

زه باور لرم چې که زما دا ملګری پرېښودل شوی وای چې ادبيات ولولي، ده به د پښتو ادبياتو ډېرې تشې ډکې کړي وای، ده به ډېر نوښتونه او پنځونې کړې وای، بيا به نو د ده مسلک یوازې د ډوډۍ ګټلو وسيله نه وای بلکې د ده د ذوق چنار به يې هم خړوبولای.

تر څو چې د پوهې هرې څانګې ته د درنښت په سترګه نه وی کتل شوي، تر څو چې زموږ د کورنيو د مشرانو له مغزو د طب و انجنرۍ توري نه وي وتلي، او تر څو چې ځوان ته د خپلې خوښې د پوهنځۍ ټاکلو واک نه وي ورکړل شوی د هېواد په پوهنيزو ډګرونو کې اوړون‌ټکي نه شي را منځته کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب