سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهټیلګراف ورځپاڼه: احمد مسعود تسلیمېدو ته تیاریږي

ټیلګراف ورځپاڼه: احمد مسعود تسلیمېدو ته تیاریږي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲) ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې احمد مسعود ته د نژدې کسانو په قول ویلي چې نوموړی د طالبانو په وړاندې مقاومت نه شی کولی.

ټیلګراف لیکلي، پنجشېر چې په افغانستان کې یوازینۍ سیمه ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې نه ده راغلې، ژر به طالبانو ته په لاس ورشي ځکه چې احمد مسعود وايي، پوره امکانات او نړیوال ملاتړ نه لري.

مسعود، چې د ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم ورسره دی، ادعا کوي چې شاوخوا ۶ زره وسله وال لري خو طالبانو پنجشېر دره له درو خواوو محاصره کړې ده.

احمد مسعود څو ورځې وړاندې په یوه مقاله کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خلکو د نظرونو په برخه کې خپره کړه، ویلي و چې د ده د پلار د وخت ډېرې وسلې په پنجشېر کې شته او د طالبانو پر ضد د مقاومت لپاره د ځواکونو په راټولولو بوخت دی.

ده په اروپايي هیوادونو، امریکا او عربي هیوادونو غږ کړی و چې مرسته ورسره وکړي.

خو وروسته له دې چې د دوشنبې په ورځ طالبان د پنجشېر خولې ته ورسېدل او د بغلان ۳ ولسوالۍ یې هم بېرته ونیولې، د مسعود یوه نژدې کس، چې ټیلګراف ورځپاڼې یې نوم نه دی ښوولی، وویل، ۳۲ کلن مسعود د یوې عزتمنې حلللارې په لټه کې دی. ده همداراز وویل«پنجشېر له طالبانو سره جنګېدای نه شي، د طالبانو ځواک خورا زیات دی. دا ۱۹۸۰ یمه یا ۱۹۹۰ لسیزه نه ده. طالبان ډېر غښتلي دي.»

احمد مسعود ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې کوي نه جنګ ځکه چې کورنۍ جګړه د افغانستان په خیر نه ده.

له بلې خوا په سویډ‌ن کې خپلواک شناند عبدالسعید فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د مسعود مقاومت ته د بریالیتوب چانس نه ویني.

دی زیاتوي«طالبانو پنجشېر دره له ټولو خواوو محاصره کړې نو فکر نه کوي چې د احمدشاه مسعود زوی دې له څو میاشتو ډېر مقاومت ورکړای شي. حاضردمه دی (احمد مسعود) غښتلی ملاتړ نه لري.»

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم نن ویلي چې طالبانو پنجشېر دره محاصره کړې، خورا کي مواد او تېل نه ورپرېږدي چې له دې کبله د ده په وینا عام ولس له کړاوونو سره مخامخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب