جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهایران وایي، هېڅ کومه تښتول شوې الوتکه دې هېواد ته نه ده...

ایران وایي، هېڅ کومه تښتول شوې الوتکه دې هېواد ته نه ده راغلې

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۲) ایران هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د اوکراین یوه الوتکه چې د کابل هوايي ډګر ته راغلې وه د ناپېژانده کسانو له لوري ایران ته تښتول شوې ده.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د هوایي چارو د کنټرول ادارې د ویاند له قوله ویلي، چې ایران ته هېڅ کومه تښتول شوې الوتکه نه ده ورغلې.

سرچینې زیاته کړې چې تېره ورځ یوه اوکرایني الوتکه د سون توکو د پوره کولو لپاره مشهد هوایي ډګر ته ورغلې وه او له هغه وروسته یې د اوکراین پر لور خپل پرواز ته دوام ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دا چې هغه الوتکه خپل هدف ته رسېدلې او کنه، دی یې په اړه نور جزیات په لاس کې نه لري.

د راپورونو له مخې د اوکراین یوه الوتکه چې د کابل هوايي ډګر ته راغلې وه د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوې ده.

د اوکراین حکومت نن تایید کړې چې یوه الوتکه یې د کابل له هوایي ډګر څخه تښتول شوې او د اوکراین پر ځای د ایران پر لوري روانه کړل شوې ده.

سرچینه وایي چې په دې الوتکه کې یوه ډله مسافر هم وو، خو د برخلیک په اړه یې لا ډېر معلومات نشته دي.

دا چې الوتکه چېرته وړل شوې لا معلومات نشته او ایران هم دا خبره رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب