Homeخبرونهد کابل له هوايي ډګره د اوکراین يوه الوتکه تښتول شوې

د کابل له هوايي ډګره د اوکراین يوه الوتکه تښتول شوې

تاند(سه شنبه، سنبلې ٢)- د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوى يوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره ايران ته تښتول شوې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه الوتکه د ناپېژاندو کسانو له لوري تېره اوونۍ ايران ته تښتول شوې ده.

  اوکراین حکومت وویل، په پلان کې وه چې دغه له مسافرو ډکه الوتکه د دې هېواد هوايي ډګر پر لور روانه شي خو د ايران په لور تښتول شوې ده.

تراوسه پورې امریکا چې د کابل هوايي ډګر امنیتي چارې پرغاړه لري څه نه دي ویلي.

ايران هم تراوسه د اوکراين د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دارنګه دا هم نه دي ویل شوي چې په تښتول شوې الوتکه کې د کومو هېوادونو اتباع شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...