دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: نړيواله ټولنه باید له طالبانو سره په اړيکه کې وي

پاکستان: نړيواله ټولنه باید له طالبانو سره په اړيکه کې وي

تاند(سه‌شنبه، سنبلې ٢)- د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن خبریالانو ته وویل: “اوس د طالبانو اسلامي تحریک په واک کې دى او پکار ده چې نړیواله ټولنه ورسره اړيکه کې وي.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د دې غوښتنې د عملي کېدو لپاره دى په خپله په ايران، ترکمنستان، تاجیکستان او ازبکستان ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې شاه محمود قریشي له طالبانو او نورو افغان سياستوالو وغوښتل چې ژر تر ژره د یوې هر اړخیزې سیاسي حل‌لارې په اړه موافقې ته سره ورسېږي.

د طالبانو اسلامي تحریک وايي، په افغانستان کې د يو ټولشموله حکومت د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به يې اعلان کړي.

امریکا او بریتانیا ويلي، د اړیکو ټينګښت لپاره د طالبانو د اسلامي تحریک کړنو او عمل ته په تمه دي.

1 COMMENT

  1. دا چی زه د سلاح جمع کولو موضوع کښی داخل ووم نو ددی موضوع عملی کیدو تعقیب هم موجود وو اما د امریکا سیاستمدارو د مونږ اقدام د خپلو پلیتو هدفونو لپاره د خائين خلیلزاد ( د ۱۹۸۱ کال راپدی خوا د سی آي اي جاسوس پنجابی پاکستان ته مسلسل اوږده سفرونه درلودل او دی خائین ته په جدیت سره وویل شول چی د مهاجرینو تنکی اولادونو ته په پنجابی پاکستان کښی خاصی مذهبی مدرسی جوړول د افغانانو اولادونو راتلوونکی لپاره ضرری دی او علاوه دا به وروسته ډیرنور مشکل هم رامینځ ته کړی اما دی خائين دا موضوع په خندا تیروله ، اصلی د افغانستان بدبختی تهداب د ۱۹۸۱ څخه د همدی خائين له خوا ایښودل شوی دی او ۱۹۹۶ کال کښی ئی د سلاح جمع کولو پروګرام هم همدی خبیث جاسوس سبوتاج کړ داچی مرحوم پخوانۍ پادشاه محمد ظاهرشاه شاوخواته چاپلوسه او مفتخواره ( غیر له څو ملت ته صادقو اشخاصو لکه مرحومان دوکتور علی احمد پوپل ، دوکتور صمد حامد او لږ نور ) راتاوو وو او ملت سربیره د مرحوم پادشاه بی پروائي بیا ئي هم ډیر اعتماد پری درلود او دا امریکا او غربی نړۍ ته هم پوره معلومه وه او امریکا د سلاح جمع کولو سبوتاج وخت کښی طالبان دی ته رهنمائي کړی وو چی ځانونه ملت ته د ظاهرشاه عسکرو په حیث معرفی کړی او دا لاره ئي هم د محدود وخت لپاره تعقیب کړه ، روم سره جدی بحث شروع شو اود خبرو جریان کښی شهزادګی بلقیس وویل چی غروال اوس مونږ ته د عبدالحیم زی په شان امرونه کوی نو ما ورته وویل چی محترمی د ا سی شکایت د ولی دوه کاله پخوا نه کولو؟ خیر په هر صورت ما بیا کابل کښی د خائين کرزی معاون ارسلاح موجودیت کښی پادشاه ته وویل چی د کابل حاکمان د ستا د کابل موجودیت څخه سوء استفاده کوی زه د تاسو سره رادیو او تلویزون ته ځم ملت ته اعلامیه خپاره کړه چی د کابل حکومت د ما کابل موجودیت څخه سوء استفاده کوی او دوی په عوض چی د تاسو خدمت وکړی د خپلو جیبو ډکولو او قومی تفریقو باندی لګیا دی زه دوباره ایطالیا ته ځم نو دوی وویل چی دا ښه نظر دی سبا به پدی مفصلی خبری سره وکړو او ارسلاح هم د خپل تلیفون نومری نوشتی باندی لګیا شو او صبا بیا لیدنه نور نه وه ، مرحوم ظاهرشاه د خپلی لور بلقیس او جنرال عبدالولی د ډالرو حریصی تر تاثیر لاندی راغلۍ وو او ملت باندی پښی کیښودای شوی !!!!
    په ۲۰۱۲ کال کښی چی کابل کښی ووم نو د مرحوم پادشاه المسۍ ظاهر خبر شوۍ وو او د ما لید و ته راغۍ نو ضمن کښی ئي وویل چی پخوا د جنرال عبدالولی لور همیرا پر تاسو ډیره نازیده او نن می ورته وویل چی غروال کابل ته راغلۍ دی نو هغی وویل چی غروال کی است من اورا نمی شناسم بلی د مرحومو شخصیتونو دوکتور علی احمد پوپل او دوکتور عبدالصمد حامد ددوی په برخه کښی اعلی نظر درلود یعنی پردوی باندی اعتبار کول ستره اشتباه دی او د کالونو تکلیفونه عبث شول !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب