سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهفارن پالیسي: افغانستان به د ۱۲ کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي

فارن پالیسي: افغانستان به د ۱۲ کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۲) فارین پالیسي نشریې په یوه مطلب کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې ښايي د افغانستان حکومت د جمهوریت او امارت له عنوانونو پرته د یوې نوې دولس کسیزې ډلې له لوري رهبري شي.

نشریې لیکلي چې د دې شورا د غړیتوب لپاره تر دې دمه ملا برادر، ملا یعقوب، خلیل الرحمن حقاني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار انتخاب شوي دي.

د سرچینې په حواله د پاتې نورو کسانو د انتخاب لپاره بحثونه روان دي.

سرچینې دغه راز لیکلي چې عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم ته په دې شورا کې غړیتوب نه ورکول کېږي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې طالبان هم وايي د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره لا هم خبرې او بحثونه روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستان هم ویلي، چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د سیمې هېوادونو ته سفر کوي او دوی هڅوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره هڅې ډېرې کړي.

قریشي وایي نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې اوس له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي او په دغه هېواد کې افغانانو ته د منلو وړ نظام په جوړولو کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او تمه لري چې په دغه هېواد کې ژر تر ژره دایمي ثبات رامنځ ته شي.

قریشي وایي ترکمنستان، ازبکستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر کوي څو دوی وهڅوي چې په افغان سوله کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

1 COMMENT

  1. QURISHEY KEEP QUITE;
    THIS IS DUTY OF AFGHANS,TALIBS CATCH ARG BY PAKISTANI MILITANT.
    ASHRAFGHANI IS CURRENTLY PRESIDENT OF AFGHANISTAN
    ASHRAFGHANI MUST AGREE TO RESIGN OTHER WISE TALIBS WILL NOT OFFICIAL RECOGNIZE BY UN&WORLD
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب