Homeخبرونهد بریتانیا حکومت غواړي افغانستان په تور لېست کې شامل کړي

د بریتانیا حکومت غواړي افغانستان په تور لېست کې شامل کړي

تاند (دوشنبه د سنبلې ۲) راپورونه وايي، د بریتانیا حکومت پر دې بحث کوي چې څنګه افغانستان تور لېست کې شامل کړي.

دغه خبره په بریتانیا کې د ټیلیګراف ورځپاڼې د یوې حکومتي سرچینې په حواله کړې چې حکومت په یو وړاندیز بحث کوي چې افغانستان په تور لېست کې شامل کړي.

که افغانستان په تور لېست کې شامل کړل شي، چارواکي به اجازه ولري هغه کسان چې تر لسو کالو پورې بندي کړي که ثابته شي چې افغانستان ته یې سفر کړی.

د ټیلیګراف ورځپاڼې د دغې سرچینې له قوله ویلي، «مونږ په اوس وخت کې په ټولو موجودو لارو چارو کار کوو چې آینده کې څرنګه پر مخ ولاړ شو.»

ټاکل شوې بله اوونۍ په دې وړاندیز خبرې وشي.

په بریتانیا کې دا پرمختګ په داسې وخت کې مخې ته راځي چې څه باندې یوه اوونۍ کېږي طالبانو په کابل کې واک نیولی او تر اوسه یې د مشر د ټاکل کېدو څرک نه لګېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...