جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیوناما: د نجونو او هلکانو له تعلیمي بهیر سره خپلو مرستو ته...

یوناما: د نجونو او هلکانو له تعلیمي بهیر سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

تاند (دوشنبه د سنبلې ۲) ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر او دغه راز په کابل کې د یونسیف مشر د طالبانو د تعلیمي کمیسیون له غړو سره کتلي دي.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پر اوسني وضعیت او په دې برخه کې پر همکاریو او مرستو خبرې شوي.

د ملګرو متلونو دغو دواړو ادارو ژمنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په تعلیمي برخه کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په بهیر کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

دوی زیاته کړې چې د نجونو او هلکانو لپاره به د زده کړو فرصتونه لا پراخ او دا بهیر به منظم کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...