سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکټ لوبې ۲۰۲۲کال ته وځنډېدې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکټ لوبې ۲۰۲۲کال ته وځنډېدې

تاند ( سه شنبه د سنبلې ۲) د پاکستان د کرکټ بورډ مسوولان وایي، د افغانستان د کرکټ بورډ غوښتنه یې منلې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو درې لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه په سپتمبر میاشت کې ترسره شي ۲۰۲۲ کال ته وځنډوي.

د پاکستان کرکټ بورډ په خپل ټوېټر لیکلي، چې د دواړو هېوادونو بورډونه به د دې لوبو لپاره د بیا مهال ویش د ټاکلو لپاره په ګډه کار وکړي.

ټاکل شوې وه، چې دا لوبلړۍ لومړی په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو وروسته سرېلانکا او بیا پاکستان ته ولېږدول شو، چې بالاخره تر بل کال وځنډېده.

د کرکټ د چارو شنونکي هم دا پرېکړه غوره بولي او وایي په اوسنیو حالاتو کې د دې لوبو ترسره کېدل د افغان لوبډلې په زیان وو.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ داسې مهال ځنډېږي چې څه باندې یوه اوونۍ کیږي طالبانو کابل نیولی.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس حامد شينواري هم رسنیو ته منلې، چې له ډېرو مشورو وروسته یې د لوبغاړو حالت ته په کتو دا پرېکړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب