Homeخبرونهبایډن په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د تخلیې ماموریت د پای یا...

بایډن په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د تخلیې ماموریت د پای یا ادامې پرېکړه اعلانوي

تاند (دوشنبه د سنبلې ۲) د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د تخلیې ماموریت د غځولو په لټه کې دی.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د سپينې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې بایډن به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له افغانستان څخه د امریکايي وګړو د تخلیې ماموریت د غځولو په هکله خپله پرېکړه اعلان کړي.

د دغه چارواکي په وینا چې په افغانستان کې لا هم سلګونه وګړي حضور لري او دوی اړ دي چې دغه ماموریت وغځوي.

بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي او په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شته، نو له همدې امله ښایي د تخلیې ماموریت د امریکایي ځواکونو له لوري ادامه ولري.

خو طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې په هېڅ صورت د اګسټ تر یو دېرشمې نېټې وروسته امریکایانو ته په افغانستان کې د حضور اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...