Homeخبرونهد م. م د بشري حقونو شورا؛ د افغانستان په اړه بېړنۍ...

د م. م د بشري حقونو شورا؛ د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه رابولي

تاند (یکشنبه د سنبلې ۲) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه رابولي.

سرچینه وايي، په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت له امله د بشري حقونو شورا اړ ده چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه وکړي.

د راپورونو له مخې په دغه غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو د څار د څرنګوالي لپاره یوه طرحه جوړېږي او دغه راز ښایي یو پلاوی جوړ شي چې هغه به د افغانستان وضعیت څاري.

دوی همدا راز د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت مستقیمه څارنه ولري.

د بشري حقونو شورا وایي چې د جګړو او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د بشري حقونو په تېره د ښځينه وو او اقلیتونو د حقونو د نقض احتمال شته دی.

خو طالبانو بیا ډاډ ورکړی چې د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې ټولو بشري حقونو ته ژمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...