جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هېواد روان وضیعت او د لوستو ځوانانو مایوسي

د هېواد روان وضیعت او د لوستو ځوانانو مایوسي

صبغت الله عاطف

وروسته له هغه چې طالبان د افعانستان په ولایتونو او پلازمېنه حاکم شول، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر ځوانان خپل غرېو نیولي او ژړغوني تصویرونه په والونو او سټوریو نشروي او په دې توګه د خپلو احساساتو اظهار کوي.
ښکاره ده، دغه لوستي ځوانان په جمهوریت کې را لوی او وپالل شوي، د جمهوریت تر چتر لاندې یې زده کړې وکړې، د بیان ازادۍ او د ژوند نورو ډېرو اساسي حقونو څخه برخمن شول.

ملي ارزښتونه چې یو وخت لیلام او بې قدره شوي وو، په جمهوریت کې یې درناوی وشو، ورځې یې ونمانځل شوې او خلکو ته یې د ارزښت په اړه پراخ پوهاوی وشو.

که د یو ملي ارزښت (ملي بیرغ) مثال راوړو،

او د ازادۍ او ملي بیرغ لپاره په ځانګړو شویو ورځو کې مو له ملي بیرغ سره د خلکو مینه ننداره کړې وي، نو پوهیدلی شئ چې دا نښان د ځوان قشر لپاره څومره باارزښته دی.

د هېواد ملي امنیتي ځواکونو ورځې نمانځل یې یو بل ښه مثال کیدای شي چې په دې ورځ به د هېواد سرتیري ستایل کیدل او خلکو ته به له خپلو سرتېرو د ملاتړ انګېزه ورکول کېده، خو اوس خلک احساسوي چې له یو ملي پوځ څخه بې برخې دي، ملي بیرغ یې ښکته شوی او منتخب ولسمشر یې تبعید شوی دی.

د ملي بیرغ ښکته کېدل، د ملي پوځ ګونګ برخلیک او له هېواده د ولسمشر تبعید رښتیا هم ټکان ورکوونکي وو او د جمهوریت پلویان یې ذهناً وځپل.

ښه نو، یعنې موږ په پوره توګه مات شوو؟

تاسو مو خپل راتلونکی تیاره وینئ؟

فکر کوئ د فردي ازادۍ له حقه محروم یاست، د بیان ازادي به مقیده وي او نور به د خپلو حقونو لپاره غږ پورته نه شئ کړای؟

اول خو په دومره لوړه کچه مایوسي نه ده په کار، باید تر یوه بریده هیله من واوسو، ځکه طالب چارواکو په خپلو ویناوو کې انعطاف ښودلی، بیا که وګڼو چې رښتیا هم مونږ یو بد وضیعت ته تلونکي یو، نو ایا ماتېدل او مایوسي یې حلاره ده؟

یعنې اوښکې توی کړو، وژاړو، لاس تر زنې کېنو او ننداره وکړو چې زمونږ له راتلونکي سره څه کیږي؟
نه په هیڅ صورت نه

مونږ باید له انسجام پس په خپل قوت باور ولرو، دا هېواد او دا خاوره خپله وګڼو او هغوی چې دلته حاکم دي باید کار وکړي او د خلکو ارادو سره په تقابل کې واقع نه شي.

مونږ به کله هم غلي نه پاتې کېږو،

د خپلو ملي ارزښتونو ساتلو لپاره به مبارزه کوو، خپل غږ به اوچت ساتو او په دې لاره کې به د هیڅ ډول ویرې او ډار احساس نه کوو.

دلته باید ولسواکي او د بیان ازادي وي، ملي پوځ ولرو، دیني او ملي ارزښتونه، ملي هویت او ملي سمبولونه مو باید خوندي وي.

زمونږ ډېر شمېر ملګرو هغه وخت چې وضیعت خورا ګواښونکی و او هره شېبه د چاودنو او هدفي وژنو وېره وه، په هسکه غاړه مبارزه وکړه، اوس هم هماغه زړور او سرښندونکي ځوانان لرو، بس یوازې د مایوسۍ له دې ګردابه راوتل غواړي.

اوس خو زمونږ مسؤلیت لا دروند شو او لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده تر څو زمونږ او ستاسو هېواد زمونږ د ارادو سره سم مدیریت شي.

ژوندی دې وي افغانستان!
سرلوړي دې وي زمونږ باشهامته او زړور ځوانان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب