یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د کندهار د زنګاوات په ګېرندي کي يوه ستړې

د کندهار د زنګاوات په ګېرندي کي يوه ستړې

پوهنمل شېرشاه رشاد

   ۱۳۹۱ وری ۱

د پنجوایي ولسوالۍ لوېدیزي خوا ته د زنګاوات په ګیرندي کلي کي څاښت مهال و، د کلي ښځي د کورونو په چارو او نران ئې د باغ، کښت او پاليزو په چارو اخته ول. عجب ژوند مو دئ، يو آن لاچي به له ټکو ټوک او درزهاري څخه چوپتيا او سکون راغی، خلکو به له ژوندانه خوند اخېستی. نن هم د کلي په دې بې باوره چوپتيا کي بيا د تل په شان د رود له خوا خړه دوړه راپور ته سوه او د آسماني ټکو د مځکني کاروان د ټانکونو په ږغونو سره د ښځو او نرو غوږونه د سويانو غوندي بوڅ بوڅ ودرېدل، د چا د لاسه جارو، د چا د لاسه د خامک ستن او سپڼسی، د چا د لاسه يوم او د چا د لاسه لور پر مځکه لوېدل او په دغه ژوره حيرانتيا کي یو لوی دروز واورېده سو، خاوري او د اوسپنو ټوټې د تورو دوړو په منځ کي هوا ته والوتلې. سمدسي، د آسماني ټکو د مځکني کاروان د پاته کسانو ليونۍ ډزي او ټکان پيل سول، ښه ګړی وروسته پر هغه ځای چي چاودنه سوې وه دوې چورلکي ښکاره سوې، یوه ئې ناستي ته ځان سمه یي، پسي کښېنسته او بله په هوا کي پر ګرځي. تر لږ ځنډ وروسته پر مځکه باندي ناسته چورلکه بېرته والوتله او دواړه چورلکي جوړه د رود ها بلي خواته رهي سوې، د آسماني ټکو مځکنی کاروان هم داسي ايسېدئ، چي له خپل مزله اوښتی او بېرته د رود خوا ئې ونيوله. د کلي په ښځو او نر کي ساه ننوتله، شونډان ئې رپېدل او د شکرانې دعاوي ئې په لوړ ږغ ويلې، چي نن خو بیا ستر رب وژغورلو او له بلي بلا ئې وساتلو.

شپه سوه، څوک دننه په خونو کي او څوک دباندي پر بامو باندي د يوې آرامي او بيده شپې په هيله پريوتل، شاوخوا د انګورو د باغو او انارو د باغچو د چونګښو کوره هاري ټول ستړي کليوال په درانه خوب بيده کړي ول، چي ناڅاپه په پخه شپه کي د چورلکو او ټانکونو له ږغ څخه کليوال تلولي، تلولي له بړستني او ځايه را غورځېدل او د امن په اسره په خونو ننوتل، خو د بلا کومي دونده وازه خوله نیولې وه، چي نه په دېوالو او نه په دروازو را ګرځېده. د لس کلن سورګل، چي په نرۍ ونه او شلېدلو ګرالبو به ئې هر سهار چای او ډوډۍ او هره غرمه به ئې شولمبې او وچه ډوډۍ د کلي هغه بل سر ته د جنګیالیو و اتاق ته رسولې او د سپين ږيرې حاجی نعيم اکا پر کورونو باندي آسماني ټکه پريوتله او په کلي کي ئې داسي پرتم پرې ایستی، چي هیچاپه دې پخه شپه کي د بل ګرويږنه کولای نه سوای. د آسماني ټکي د مرګ استازي په کورو ور ګډ سول، غولی، خوني او بامونه ئې ګزوپل کړل او ښه ګړۍ ئې په دې کورونو کي تيره کړله، په هوا کي د چورلکو په ږغونو کي نور ږغ نه اوريده کېدئ. سوکه سوکه د چورلکو او  ټانکونو ږغونه د سورګل او حاجی نعيم اکا له کورو څخه لېرې کېدل، چي ناڅاپه د سورګل او حاجي نعيم اکا په کورونو کي له خونو څخه د لمبو روڼاوو د ارواختلو کليوالو پام ور واړاوه او چیغي سوې هلئ اور بل دئ!! څوک لڅي پښې او څوک لوڅ سر د دغو نامرادو کورو ته ځان رسوي. د سورګل د کور له څلورو خونو څخه په دوو کي او د حاجي نعيم اکا له دريو خونو څخه په يوه کي اور بل دئ او د غوښو د ورېتېدو بوی تر سږمو کېږي. څوک خاوري، څوک اوبه راځغلوي، چي اور مړ کړي، ښه و، اور ژر مړ سو. د اور په لوګيو کي د څنګ بیرندي کلي د ماجيت آذان واورېده سو او د ګېرندي د کلي د ماجيت ملا او مؤذن دلې د اور په وژلو ئې لاسونه تور او کالي سپيره ول، د آذان پر ځای هري خوا ته د سورګل، حاجی نعيم اکا او سپيني ادې نارې له وچو ستونيو څخه وتلې، په دغو غلبلو کي سپېدې وچاودلې او د شپې توره لمن ور ټوله سوه، د روڼا په غوړيدو سره د سورګل د کور د سر په خونه کي د سورګل مور او درې خوندي ئې، د منځ په خونه کي د سورګل ورور او ورينداره او درې کوچني ورېرونه او يوه ورېره په مردکو ويشتل سوي او د اور په لمبو نيم وريت پراته دي، د پای خونه لا تړلې وه، کله چي دروازه پرانیستله کېږي، سورګل پر ټېک ويشتل سوی او د انا ئې (سپينه ادې) لړمون څو ګامه لېري پر مځکه پروت دئ او د وينو دارۍ ئې د خوني مخامخ دېوال په سرو وينو لړلی دئ. د حاجی نعيم اکا هم بخت اوښتی و، چي په دغه ورځ ئې په خوارۍ او غريبۍ پسي وتلی پردېس زوی هم له ښاره راغلی و، له خپلي ميرمني او يوې لورکۍ سره په خونه کي ويشتل سوي ول او اور پر بل سوی و. په دابله خونه کي حاجی نعيم اکا، ورور او بل کشری زوی ئې په مردکو وېشتل سوي پراته ول. خوني او د کورو غولي د خولپوټو توپکانو د مردکو پوچکانو نيولي ول، له ژوندو څخه هم ساه ختلې وه، نه چا ژړلای سوای، نه چا اسوېللای سوای، هک پک حيران ولاړل ول. د غولي په پای کي يوه بزه ولاړه وه، چي برايي کرۍ شپه د انسانانو پر کړنو باندي شاهده وه او د غولي په بل سر کي تر پينه سوي ټغر لاندی د نامرادي کوزده سوي ناوي د خپل زوم د خامکي غاړي نيمګری کار، ستن او سپين سپڼسی پيچلی پروت و.

په سبا ئې د نړۍ په رسنيو کي خبر خپور سو، چي پرون د ۱۳۹۰ کال د کب پر ۲۱د کندهار د زنګاوات په ګېرندي کي د امريکايی پوځ يو لېونی عسکر په کلي ور ګډ سوی و او شپاړس ښځي، کوچني، ځلمي او سپين ږيري ئې وژلي او بيا ئې اور پر بل کړی دئ!؟

يادونه: د افغانانانو او په زياته بيا د پښتنو د دې شل کلني غمېزي په زرهاوو دې ته ورته غمجني پېښي لېدل سوي او اوريدل سوي  دي، زما هيله دا ده چي د متمدنو انسانانو(؟) او متمدنو حکومتونو (؟) د بشري خواخوږۍ دغسي پيښي په ليکلي يا ږغيزه توګه ثبت کړئ، تر څو د بشر د حقونو د مدعيانو کارنامې او اصلي څېرې نړۍ ته وښوول سي او هم د تاريخ د پرېکړي له پاره مستندي وثيقې په لاس کي ولرو. ترڅنګ ئې د هغو ځلمیو او پېغلو څخه، چي په نورو ژبو پوهېږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي اوسېږي، هیله داده، چي پورتنۍ مستندي وثیقې د نړۍ په نورو ژبو هم واړوئ او د افغانانو د شل کلن ژوندانه رښتینی انځور نړۍ ته وښیاست.

3 COMMENTS

  1. د ظالم عمر لنډ وي، الله تعالی مو دې نور له دې ستړو او دربدریو څخه په امان کړي.
    واقعاّ رشاد صاحب، حقیقت مو ډېر ښه انځور کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب