یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود له طالبانو سره د یوه ټولمنلي حکومت پر سر خبرو...

احمد مسعود له طالبانو سره د یوه ټولمنلي حکومت پر سر خبرو ته تیاری وښود

تاند (یکشنبه د اسد ۳۱مه) د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وایي چې له طالبانو سره د یو پراخ بنسټه دولت د رامنځته کېدو لپاره سیاسي مذاکراتو ته چمتو دي.

نوموړي له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ډیالوګ له لارې له طالبانو سره د یو ټولمنلي دولت رامنځته کېدو ته تیار دي، خو په وینا یې هغه څه چې د منلو نه دي هغه د یو افراطي دولت جوړېدل دي چې نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی.

احمد مسعود چې په پنجشیر کې یې له طالبانو سره د مقاومت جبهه نیولې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو هم د یو ټول شموله دولت رامنځته کېدو پر سر په کابل کې له حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار سره خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې د ټولو سیاسي رهبرانو نظرونه سره راغونډ کړي.

طالب چارواکو پرون/ شنبه په کابل کې وویل چې د نوي حکومت د جوړېدو د نوعیت په هکله به ډیر ژر اعلان وشي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون/ شنبه وویل چې جګپوړو طالب مشرانو د راتلونکي حکومتي سیستم په هکله په کابل کې له مشهور و سیاسي څېرو سره د نظریاتو تبادله وکړه.

هغه د طالبانو د سیاسي دفتر د لوړ پوړي غړي شهاب الدین دلاور له قوله وویل چې طالبانو، افغان مرکچیانو ته ویلي چې دوی «یوداسې قوي مرکزي سیستم غواړي چې د قانون حاکمیت ته درناوی ولري، له فساد څخه پاک وي او هرافغان د دې فرصت ولري چې خپل هیواد او خلکو ته خدمت وکړي.»

طالبانو د پخواني افغان حکومت ټولو چارواکو ته د عمومي عفوې له اعلانولو وروسته په سیاسي سلامشورو لاس پورې کړی دی.

د طالبانو مرستیال ملاعبدالغني برادر له کندهار څخه کابل ته راغلی چې د حکومت د جوړېدو د پروسې څارنه وکړي.

برادرچې د طالبانو له بنسټ اېښودونکو څخه دی تیره اونۍ له قطر څخه چېرې چې نوموړي له امریکا سره د طالبانو د خبرو مشوري کوله او د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې له امریکا سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک، کړ افغانستان ته راستون شو.

2 COMMENTS

  1. روشنفکران! د ” کوډو ” او ” جادو ” د کیسې څخه سخت منکر دی ( خبره د کوډو د شتون او واقعیت په انکار یا اعتراف کی نه ده ) او نه هم د کوډو انکار یا اعتقاد په علمی توګه د ټولنیزو ستونزو د حل کېدو سره مرسته کوی خو دا خبره باید ومنل سی چی غربی نړۍ د یو ډول کوډو او جادو کودونه په ځان کی تعبیه کړی دی او د دریمی نړۍ ډیر تحصیل کرده ځوانان ئې مسحور کړی او د مهمو مسائلو د درک څخه لیری ساتلی دی.
    څو ورځی مخکی د احمد مسعود په ګوتو لیکلې سوې او په واشنګټن پوست کی خپره سوې مقاله، سړی د تعجب او حیرت په سمندر کی لاهو کولای سی.
    هیله ده چی د پنجشیر کړکیچ او ټَپ ګَزَک وا نخلی او په آبرومندانه توګه پانسمان سی.

  2. د پنجابی پاکستان غلامه قیدانی pattanga ، وحشیانو او غلامو طالبانو ندی ګټلی بلکه د ظالمی امریکا په کومک پنجابی پاکستان ته ددی تربیه شوو خرڅ شوو وحشی طالبانو د غلامی جلو په رسمی توګه تسلیم کړ او پنجاب پاکستان ددی وحشی غلامانو څخه د خرو په شان اوس کار ورڅخه اخلی تاسی سره د تنظیمونو او کمونیستانو غلامانو د افغانانو ځلانده تاریخ چټل کړ تاسی به له مینځه تلوونکی وۍ !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب