سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه نن د افغانستان په هکله ځانګړې غونډه کوي

ملګري ملتونه نن د افغانستان په هکله ځانګړې غونډه کوي

تاند (جمعه د اسد ۱۵) افغانستان له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د امنیت شورا په نننۍ فوق‌العاده غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت د ښه‌ والي په تړاو اغیزمنې پرېکړې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې نن د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوق‌العاده غونډه د دغه هېواد د ترینګلتیا په اړه د نړۍ د پاملرنې ښکارندويي کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، افغان حکومت تمه لري څو په دې غونډه کې په هغو مسایلو باندې تصمیم ونیول شي چې په عملي توګه د افغانستان د اوسني وضعیت پر ښه‌ والي او د سولې او ټيکاو پر ټینګېدو باندې مستقیم اغیز ولري.

همداشان افغانستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې له افغان ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ په ګډون د افغانستان حکومت د راتلونکو شپږ میاشتو امنیتي پلان څخه ملاتړ وکړي ترڅو د افغانستان په روان وضعیت کې د بدلون او ثبات لامل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب